د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۱۲

د ایران مشهد ته نېږدې زلزلې ۲ تنه وژلي او ۱۱یې ژوبل کړي


د ایران شمال غربي ښار مشهد ته نېږدې د نن سهار په زلزله کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ژوبل دي.

د سره صلیب د یوه مقام په حواله دولتي رسنۍ ایسنا راپور ورکړی چې دا زلزله له دېرش واره ټکانونو سره مل وه چې په‌کې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی او په ځینو تعمیرونو کې لوی درزونه جوړ شوي دي.

د ایران د بېړنیو خدماتو ادارې ویاند مجتبی خالدي مخکې ویلي په ځینو وړو ښارګوټو او کلیو کې د مرګ‌ژوبلو وېره موجوده ده.

خالدي ویلي د سره صلیب مرستندویه ټیمونه او د بېړنیو خدماتو ډلې سیمې ته رسېدلي دي.

ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي چې زلزله په لسو بجو او ۳۹ دقیقو د ایران له دغه دوهم لوی ښار ۸۰ کېلو متره لیرې وشوه چې مشهد او نېږدې ښارونو کې یې ټکانونه حس شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو جیولوژي ادارې د دې زلزلې کچه د ریښتر شپږ اعشاریه یو اندازه کړې ده.

تر دې مخکې په ۲۰۰۳ کال کې د ایران د کرمان ولایت په بم ښار کې یوې زورورې زلزلې چې کچه‌یې د ریښتر شپږ اعشاریه شپږ درجه ښودل شوې وه ۲۶ زره کسان وژلي و او د بم تاریخي ښار یې هوار کړ.

XS
SM
MD
LG