د لاسرسي لېنکونه

اردوغان: پر کُرد وسله والو ډلو به پوځي عملیات پیل شي


د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په روان سپرلي کې به د هغو ډلو پرضد چې انقره يې تروریستان بولي، نوي پوځي عملیات وشي.

ولسمشر اردوغان ویلي، د نوي پلان له مخې د کُرد وسله‎والو د وای جي پي ډلې پرضد به چې د داعش پر وړاندې جګړه کې د امریکا متحد دی، د پولي اغاړه عملیات وکړي.

خو د ترکيې ولسمشر دا ونه ویل چې د وسله‎والو ډلو پرضد دا نوي پوځي عملیات به په کومه سیمه کې ترسره کېږي.

د متحده ایالاتو دا پلان چې له ترکيې سره په ګډه به له داعشه د سوريې د رُقه ښار د بېرته نیولو عملیات وکړي وروسته ترهغې له خنډ سره مخ شو چې امریکا په دې پلان کې وای جي پي کُرد وسله‎والو ډله چې ترکیه يې تروریستي سازمان بولي، هم شامله کړه.

XS
SM
MD
LG