د لاسرسي لېنکونه

حبیبي: پر داوود خان روغتون حمله کې کشفي ارګانونو غفلت کړی


د افغانستان دفاع وزیر وایي، د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د وروستۍ حملې په تړاو کشفي او استخباراتي ارګانونو خپله دنده لکه څنګه چې لازمه وه نه‌ده ترسره کړې.

عبدالله خان حبیبي دا خبرې نن د ولسي جرګې په استیضاحیه غوڼده کې وکړې:

"کشفي او استخباراتي ارګانونو واقعاً دغلته غفلت کړی، دا خبره په همدغه ځای کې نه‌پاتې کېږي چې هر څوک راشي هر جرم وکړي او څه ورته ونه‌ویل شي، په دې برخه کې دقیق پلانونه او تدابیر نیول شوي دي."

د افغانستان د کورنیو چاو وزیر تاج محمد جاهد بیا د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته وویل چې پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې پر مهال دوی خپل مسؤلیت تر سره کړی خو په وینا یې چې دغه روغتون په دفاع وزارت پورې اړه لري.

د یادونې وړه ده چې ولسي جرګې لوړ رتبه امنيتي چارواکي په افغانستان کې د وروستيو ناامنيو او د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د وروستۍ حملې په تړاو استيضاح کړي دي.

نېږدې شل ورځې مخکې په کابل کې پر دغه پوځي روغتون حملې شااوخوا ۵٠ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپيان کړل.

تېره ورځ د افغانستان مشرانو جرګې هم یاد امنیتي مسؤلین خپل استجوابیه غونډې ته وربللي و چې بیا غونډه سري اعلان شوه.

XS
SM
MD
LG