د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د کورنیو چارو وزارت افغان پولیسو سره د روسیې د همکارۍ هرکلی وکړ


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د افغان پولیسو د پیاوړتیا او روزنې په برخه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندونو په اړه چې دوی به د افغان پولیسو د پیاوړتیا او روزنې په برخه کې همکاري وکړي وايي، «موږ هیله لرو چې زموږ ځواکونه د سیمې په کچه بې ساري وي او له همدې امله د روسي له دې اقدام هرکلی کوو.»

یاد وزارت وايي، له پولیسو سره د روسیې او نړیوالې ټولنې د هر ډول مرستې او همکارۍ هرکلی کوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی غواړي چې افغان ځواکونه هم لکه د نورو هېوادونو د ځواکونو په شان ښه روزنه وویني او د سیمې په کچه بې ساري وي.

نجیب دانش.
نجیب دانش.

نوموړي زیاته کړه:

"طبعاً موږ يې هرکلی کوو، موږ هم مرسته منو او هم د خپلو ځواکونو د روزنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې او ځواکونو ملاتړ، موږ هیله لرو چې زموږ ځواکونو د سیمې په کچه بې ساري وي."

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین اوس ـ اوس ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت تر څنګ د دغه هېواد له پولیس هم هر راړخیز ملاتړ وکړي.

د راپورونو له مخې ولسمشر پوتین دغه څرګوندونې د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د سفیرانو د باورلیکونو د منلو پر مهال کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي چې مسکو د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه له کابل سره همکارۍ ته چمتو دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یو غړی صالح محمد صالح د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د روسیې د ملاتړ هرکلی کوي وايي، دا یو مثبت ګام دی:

"تاسې پوهېږئ په داسې شرایطو کې چې افغانستان له جګړې سره مخ دی له دغه هېواد سره د ګاونډیو هېوادونو مرسته ښه اقدام دی، زما په اند که هغوی د افغان ځواکونو د روزنې او یا تمویل او تجهیز په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي دا یو ښه ګام او د افغان حکومت لپاره یوه لاسته راوړنه ده."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر پوځي کارپوهان وايي، د امریکا او روسیې اړیکي د هرې ورځې په تېرېدو سره سړېږي او له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون له مخې واشنګتن دا مسؤلیت لري چې له افغان ځواکونو سره د روزنې او تجهیز په برخه کې مرسته وکړي.

د چارو کارپوه زلمی وردګ وايي، تر کومه چې لوېدیځ موافق نه وي افغانستان نشي کولای چې په پوځي برخه کې د روسیې مرستې تر لاسه کړي:

"ترکومه چې لوېدیځ موافق نه وي افغان حکومت هېڅ هم نه شي کولای، ځکه افغان حکومت په لوېدیځ پورې تړلی دی او ټول اقتصادي او پوځي مسایل یې له لوېدیځ څخه تموېلېږي."

ښاغلی وردګ د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع د وزارت له خوا د افغانستان پوځ ته د روسي الوتکو د پېر د هڅو د درېدو مسئلې ته په اشارې سره وايي چې لوېدیځ به کله هم دا اجازه ورنه کړي چې روسیه د افغانستان په چارو کې شریکه شي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي چې افغانستان باید په خپل سیاست کې بدلون راولي او د سیمې د هېوادونو د ملاتړ خپلولو لپاره هڅې وکړي.

د یادې جرګې غړي وړاندیز کوي چې افغان حکومت دې له روسیې سره د خپلو اړیکو د پراخولو په برخه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون په تړاو هم د نوموړي هېواد اندېښنې لرې کړي او له همکاریو څخه دې د سولې د ټینګښت او د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې ښه استفاده وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG