د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

کابل چاپ ورځپاڼو افغانستان سره د ورسیې د ژمنو په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له روسیې سره د افغانستان د اړیکو د څرنګوالي او په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د هغه هېواد د مرستو او همکاریو د ژمنو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په تړاو په خپل یو مطلب کې لیکلي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په بهیر سربېره د افغان پولیسو هر اړخیر ملاتړ او روزنې ته چمتو دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ولسمشر پوتین دغه څرګوندونې د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د سفیرانو د باورلیکونو د منلو پر مهال کړې دي.

په مطلب کې د ښاغلي پوتین په حواله دا هم راغلي چې روسیه به له ټولو هغو پروسو ملاتړ وکړي چې له مخې یې په افغانستان کې سوله راتلای شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا همدا خبره په یو ډول د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خولې رانقل کړې ده.

هېواد په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، روسیه چمتو ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو له لوړولو سره مرسته وکړي.

د روسیې د بهرنیانو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې لاوروف دا خبره د تېرې جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په لیدنه کې کړې ده.

په مطلب کې د خبرپاڼې په حواله راغلي چې لاروف دغه شان ښاغلي اتمر ته ویلي چې نوموړی هېواد غواړي له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو او بشري برخو کې مرسته وکړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، افغان چارواکي وايي چې روسیې ته د ملي امنیت د سلاکار د سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د نوموړي هېواد د اړیکو په تړاو اندېښنې لرې او په یاده برخه کې وضاحت رامنځته شوی دی.

په مطلب کې راغلي چې امنیت شورا ویلي روسیې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې په خاطر له ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې او خپله وسله پر ځمکه کېږدي.

XS
SM
MD
LG