د پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ تر ډېرو ناندریو، اړیکو ترینګلتیا او څو پړاوه مذاکراتو وروسته، د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې پاکستان یو وار بیا کونړ ولایت کې د ډیورند کرښې په اوږدو د افغانستان په خاوره بریدونه کړي دي.
دوی (پاکستان) توپونه ویشتلي، د خلکو مالونه په کې لګېدلي دي، د دانګام ولسوالۍ په صیام کلي غرنیزه سیمه کې دا پېښې شوې دي، دوی تل دا ډول سرغړونې کويکونړ کې طالب چارواکی
په کونړ ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب الله حنیف د پنجشنبې په ورځ د «ډسمبر په ۱۸مه» سهار وختي ازادي راډیو ته وویل پاکستاني پوځیانو د ده په خبره،« یو ځل بیا سرغړونه» وکړه او چهارشنبه ناوخته یې د دانګام پر یو شمیر سیمو د توپونو ډزې وکړې:
"دوی (پاکستان) توپونه ویشتلي ، د خلکو مالونه په کې لګېدلي دي، د دانګام ولسوالۍ په صیام کلي غرنیزه سیمه کې دا پېښې شوې دي،دوی تل دا ډول سرغړونې کوي، زموږ ځواکونو تل ځواب ورکړی خو دا چې اوس مو مشرانو د ډز بندۍ امر کړی دی، ځکه بېرته پرې برید نه کوو، که نه دوی بې ځوابه نه پاتې کېږي."
خو د دغه ولایت د استخباراتو یو چارواکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې دا نښتې په مروره ولسوالۍ کې هم شوې دي:
"پرون وروسته له غرمې جګړه شوې وه د دانګام ولسوالۍ په شاهي کنډو سیمه کې پاکستاني پوځیانو غوښتل چې خپلې پوستې ته سړک پورته کړي، د امارت اسلامي مجاهدینو یې مخه نیولې، د ډزو تبادله شوې چې پاکستاني لوري ته دوه کسان لګېدلي دي او دېخوا کې تلفات نشته، تر هغه وروسته په مروره ولسوالۍ کې هم توپونه راغلي د یو عام کس تقریبا لس وزۍ لګېدلي او مړې شوې دي."
خو د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
ځینې عام خلک که څه هم وایي پرونیو نښو وېرولي، خو زیاتوي چې لا هم خپلو سیمو کې دي او غوښتنه کوي چې دا روان حالات دې د دواړو خواوو د حکومتونو تر منځ ژره تر ژره پای ته ورسول شي.
له دې ډلې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
پرون ډزې وشوې، ځینې خلک هم خپلو کورونو نه ووتل، د هغه لوري نه په ترخو اوبو، براولو، او شاهي کلیو کې توپونه راغلل، ځاني زیان نه خو مالي زیانونه لريد کونړ اوسیدنکی
"پرون ډزې وشوې، ځینې خلک هم خپلو کورونو نه ووتل، د هغه لوري نه په ترخو اوبو، براولو، او شاهي کلیو کې توپونه راغلل، ځاني زیان نه خو مالي زیانونه لري."
دغه شان د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ د شاهي کنډو سیمې ته نږدې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
"د دې وخت په وخت نښتو له امله زموږ ولس ته ډېرې اندېښنې رامنځته کېږي، دغه ډول نښتې تل زموږ د ولس د کوچېدو لامل کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت حکومت (طالبان) او ګاونډي دې دا ټولې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې ژر تر ژره حل کړي."
د یادونې ده چې د پاکستان او طالبانو حکومت دې جګړو، نښتو او مرګ ژوبلې پای ته د رسېدو په موخه څو ځلې په دوحه، استانبول او ریاض کې سره مذاکرات هم وکړل خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.
پاکستان تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون ادعا کړې او وخت په وخت یې په دې هدف د هوایي بریدونو تر څنګ د ډیورند کرښې په اوږدو کې ځمکني بریدونه هم کړي چې ډېری وخت د مرګ ژوبلې لامل شوي.
خو طالبانو په وار وار په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په اړه د دې هېواد تورونه رد کړي او دا یې د هغه هېواد «کورنۍ ستونزه» یاده کړې ده.