د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

غورځنګ: افغان حکومت روسیې سره د هلیکوپټرو د ترمیم ګډ ورکشاپ جوړوي


افغان حکومت چمتووالی ښودلی چې له روسیې سره په ګډه په افغانستان کې دننه د روسي هلیکوپټرو د ترمیم یو ورکشاپ جوړ کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تائیدوي چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر مسکو ته د سفر پر مهال له روسي چارواکو سره په کتنو کې په افغانستان کې دننه د روسي هلیکوپټرو د ترمیم د یوه ګډ ورکشاپ له جوړېدو سره موافقه کړې.

انټرفکس خبري اژانس د افغان حکومت د یوه چارواکي په حواله چې نوم‌یې نه‌دی اخیستی راپور ورکړی چې کابل د داسې یوه ورکشاپ له جوړېدو سره موافقه کړې او د روسي هلیکوپټرو د کمپنیو پلان ته انتظار کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ له ازادي راډیو سره په مرکه کې تائید کړه چې داسې یو ورکشاپ به د افغانستان حکومت جوړوي، خو ویې‌ویل چې تخنیکي چارې به‌یې د روسي هلیکوپټرو کمپنۍ ترسره کوي:

تواب غورځنګ.
تواب غورځنګ.

"موږ د افغانستان په پوځ کې لسګونه الوتکې کارو، هم جنګي او هم لوژستیکي، هو، د دې الوتکو د ترمیم لپاره په هغه کتنه کې چې ښاغلي اتمر له خپل روسي سیال سره درلوده پر دې خبرې شوې دي چې که یو ورکشاپ په افغانستان کې جوړ شي، البته پانګونه به د افغانستان د دولت او خصوصي سکټور وي خو تخنیکي همکاري، مثلاً د جواز او لایسنس ورکول به روسي کمپنۍ کوي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د جمعې په ورځ په مسکو کې له خپل روس سیال نیکولای پتروشِف او نورو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی غورځنګ وايي، د ملي امنیت د سلاکار له سفر مخکې د افغانستان د دفاع وزارت پلاوو روسیې ته سفر کړی او په دې اړه یې له روسي چارواکو سره مفصل تخنیکي بحثونه کړي دي:

"له دې مخکې هم د افغانستان د دفاع وزارت تخنیکي پلاوي روسیې ته تللی وو او په جزئیاتو په دې اړه بحث شوی، دا د همغو بحثونو دوام و، طبعاً موږ د خپلو هغه تجهیزاتو د ترمیم لپاره چې د روسيې ساخت دي، داسې یوه ورکشاپ ته اړتیا لرو او په دې کتنه کې هم په دې اړه خبرې شوې دي."

په پخوانیو رژیمونو کې د افغانستان وسله والو ځواکونو د بګرام په هوايي اډه کې د روسي وسلو او تجهیزاتو د ترمیم یو لوی ورکشاپ درلوده، خو د شوروي اتحاد له پرځېدو لنډه موده وروسته چې د افغانستان حکومت هم د مجاهدینو له خوا نسکور شو، د افغانستان پوځ له خپلو ټولو امکاناتو او تجهیزاتو سره له منځه ولاړ.

پر۲۰۰۱ کال د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د افغانستان پوځ تر ډېره په امریکايي وسلو سمبال شو، خو روسي هلیکوپټر او کلاشنیکوف لاهم په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغان پوځ د تجهیزاتو مهمه برخه پاتې شوه.

​په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو وویل افغان پوځ ته به د مي ۱۷ روسي هلیکوپټرو پرځای چې د پیرلو لګښت یې امریکا او ناټو ورکاوه، امریکايي هلیکوپټر ورکړي.

ښاغلي اتمر له انټرفکس اژانس سره په مرکه کې وویل افغان حکومت د یوه هېواد پرځای د بل هېواد تجهیزات غوره نه ګڼي بلکې غواړي هم له امریکايي هلیکوپټرو او هم له روسي هغو کار واخلي.

XS
SM
MD
LG