د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د افغانستان هوايي ځواک د تأسیس ۹۵ کلیزه ولمانځل شوه


د افغانستان دفاع وزارت د دغه هېواد د هوايي ځواکونو د تأسیس ۹۵ کلیزه نن چهارشنبه ولمانځله او د هوايي ځواکونو افسران‌یې هم وستایل.

دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه اوس ښې لاسته راوړنې لري او خودکفايي ته نېږدې شوي دي.

د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې افغان هوايي ځواکونه د وخت په تېرېدو یو ځل بیا د ښو وړتیاوو او امکاناتو څخه برخمن دي.

هغه زیاته کړه:

"زموږ نظامي ځواکونو په تېره بیا زموږ هوايي ځواک د تېر کال په پرتله ښه پرمختګ کړی دی، موږ په شمال، جنوب او که د افغانستان په هره برخه کې وغواړو د دښمن په وړاندې ښه درېدای شو، زموږ هوايي ځواک د ځمکني ځواکونو ښه ملاتړی دی."

د افغانستان هوايي ځواک په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د شاه امان‌الله خان له‌خوا جوړ او هغه وخت یو شمېر افغانان د زده‌کړو لپاره ایټالیا او جرمني ته ولېږل شول.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان هوايي ځواکونه د سردار محمد داود خان په وخت کې تر ټولو ډېر پیاوړي وو تر دې چې د سیمې هېوادونه ورڅخه په وېره کې وو.

خو دا ځواک د کورنیو جګړو پر مهال نه‌یوازې کمزوری شو بلکې د دغه ځواک ځينې جنګي الوتکې نورو هېوادونو ته وتښتول شوې او د هوايي ځواکونو ډېری امکانات له‌منځه ولاړل.

خو په دې وروستیو کلونو کې افغانستان د نړیوالو متحدینو په همکاریو یو ځل بیا هڅې پیل کړې چې د افغانستان هوايي ځواک په پښو ودروي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان عبدالوهاب وردګ وايي چې افغانستان اوس‌مهال د ۱۴۰ په شاوخوا کې الوتکې او ۳۵ هليکوپټرې لري.

هغه وايي چې د چهارشنبې په ورځ څلور نورې «MD-530» ډوله هلیکوپټرې د امریکا له‌خوا افغان هوايي ځواک ته ورکړل شوي دي.

وردګ: افغانستان اوسمهال د ۱۴۰ په شاوخوا کې الوتکې لري
وردګ: افغانستان اوسمهال د ۱۴۰ په شاوخوا کې الوتکې لري

هغه زیاته کړه:

"په ۱۳۷۱ کال کې د هوايي ځواک او هوايي مدافع زوال پیل شو او بیا په ۲۰۰۸ کال کې یې بیا رغونې ته پاملرنه وشوه چې اوس د پرمختګ په حال کې دی."

ښاغلی وردګ وايي چې د افغانستان هوايي ځواکونو افسران د امریکا په متحده ایالاتو، چک جمهوریت، متحده عربي اماراتو او هندوستان کې زده‌کړې کوي او تر څنګ‌یې په نظامي اکاډمۍ کې هم روزنه ویني.

د دفاع وزیر عبدالله حبیبي وايي چې نړیوالې ټولنې د وارسا په غونډه کې له افغانستان سره د څلورو نورو کلونو لپاره هم د مرستو ژمنه کړې چې په دې موده کې به افغان هوايي ځواک هم په ځان بسیا شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG