د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

امریکا افغانستان ته له هند نه امنیتي برخه کې نوره مرسته هم وغوښته


په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، امریکا غواړي چې هند له افغانستان سره په امنیتي برخو کې نورې مرستې هم وکړي.

جنرال جان ویلیم نېکولسن چې د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې خبرې کولې وویل، دا په هند پورې اړه لري چې له افغانستان سره په کومه بڼه مرسته کوي خو ده زیاته کړه چې متحد ایالات هند نورو مرستو ته هڅوي.

جنرال نېکولسن په خاص ډول د افغانستان له هوايي ځواک سره د هند له‌خوا د «مې ۲۵» هلیکوپټرو د مرستې یادونه وکړه ویې ویل، دی خبر دی چې افغان حکومت د نورو مرستو غوښتنه هم کړې او زیاته‌یې کړه، افغانستان دې ډول هلیکوپټرو ته خورا زیاته اړتیا لري او که‌یې ترلاسه کړي نو سمدستي به د جګړې په ډګر کې کار ترې واخلي او د افغانستان هوايي ځواک باید پياوړی شي.

نیکولسن: افغان امنیتي ځواکونو ته د بشري سرچینو په برخه کې د نوي ډیلي ستره مرسته هغه بهیر دی چې روان به وي.
نیکولسن: افغان امنیتي ځواکونو ته د بشري سرچینو په برخه کې د نوي ډیلي ستره مرسته هغه بهیر دی چې روان به وي.

نېکولسن د افغان ځواکونو په روزنه کې د هند ونډې ته د اشارې په ترڅ کې وویل، افغان امنیتي ځواکونو ته د بشري سرچینو په برخه کې د نوي ډیلي ستره مرسته هغه بهیر دی چې روان به وي.

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو په ملاتړ تورن دی، په افغانستان کې دننه سیاسي کتونکي د پاکستان له اټمي سیال هند سره د اړیکو نېږدې کېدل د نظام په ګټه بولي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وايي، د کابل او نوي ډیلي د اړیکو د نېږدې کېدو لپاره د واشنګټن او نوي ډیلي تر منځ د اعتماد لازمه فضا شته.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی

ښاغلی ستانکزی وايي:

"امریکا او هند اوس پوځي او سیاسي ستراتېژیک اړیکې لري، بناً د دواړو تر منځ د اعتماد فضا رامنځته شوې ده. دوهم ټکی دا دی چې د پاکستان دوه ګونی سیاست امریکا دې ته اړ باسي چې پر هند په منطقوي لحاظ حساب وکړي او درېیمه خبره د کابل او نوي ډیلي تر منځ د نېږدې اړیکو درلودل، دا درې واړه فکټورونه سره یو ځای کېږي او دا زمینه مساعدوي چې د امریکا دا لوی جنرال دا ډول څرګندونې وکړي."

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان د هند له‌خوا افغانستان ته د ورکړل شویو «مې ۲۵» هلیکوپټرو او نورو روسي تجهیزاتو د ترمیم او مراقبت لپاره د یوه مرکز د جوړېدو یادونه هم وکړه ویې ویل، پر مسکو د لګول شویو بندیزونو له کبله د روسي تجهیزاتو د پرزو ترلاسه کول ګران شوي ځکه له افغانستان سره د مالي مرستو ډېره برخه هغه هېوادونه ورکوي چې پر روسیې د بندیزونو په لګولو کې شامل دي.

ښاغلی ستانکزی وايي، د افغانستان او هند پوځونه د روسي وسایلو او تجهیزاتو پر بنسټ جوړ شوي نو ځکه د افغانستان له وسله‌والو ځواکونو سره د وسلو او تخنیک په برخه کې د هند د مرستو اغېزه به خورا زیاته وي.

نوموړی همداراز له سیاسي پلوه هم افغانستان او هند په ورته جغرافیه کې پراته هېوادونه بولي.

هند د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته په تېره یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان له سترو مرستندویو هېوادونو په ډله کې دی.

XS
SM
MD
LG