د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

ارام: شمال زون کې جنګي الوتکو د مخالفینو تلفات زیات کړي


په شمال زون کې د «۲۰۹ شاهین» قول اردو چارواکي وايي، له کله چې دا قول اردو په "اې ـ ۲۹" جنګي الوتکو او "ام-ډي ۵۳۰" هلیکوپټرو سمبال شوې له مخالفینو سره د جګړې پر مهال د ځمکنیو قوتونو مورال هم لوړ شوی دی.

د دغې قول اردو ویاند عبدالقهار ارام ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا جنګي هلیکوپټرې یې په تازه‌ګۍ سره ترلاسه کړي او تر دې دمه‌یې په بېلا بېلو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه کې ترې کار اخیستی دی.

​هغه زیاته کړه له دې هلیکوپټرو څخه په استفادې او د ځمکنیو قوتونو په ملاتړ سره د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو سطح کمه شوې او برعکس د وسله‌والو طالبانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه:

"هوايي حمایه د ځمکنیو قوتونو د جنګ د بریالیتوب یو اساسي فکتور شمېرل کېږي او په همدې منظور د هېواد د هوايي قوتونو له‌خوا موږ ته دا مختلفې الوتکې راکړل شوي او موږ یې د مخالفینو په ځپلو کې کارو."

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، له موجوده جنګي الوتکو څخه د ترورېستانو د پټن‌ځایونو په له‌منځه وړلو او د هغوی د ځالو د بمبار په مقصد هم کار اخیستل کېږي.

ښاغلي ارام زیاته کړه چې له یادو "اې-۲۹" الوتکو او "ام-ډي ۵۳۰" هلیکوپټرو څخه عملاً د کندز په جګړه کې کار اخلي.

دی زیاتوي:

"له دې جنګي الوتکو او هلیکوپټرو څخه د کندز په اطرافو او دننه ښار کې د جګړې پر مهال کار اخیستل کېږي چې له امله‌یې هر ورځ ۵ تر ۱۰ مخالف وسله‌والو ته مرګ ژوبله اړول کېږي."

شاوخوا ۲۰ ورځې دمخه د شمال هوايي ځواکونو ته د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا څلور "ام ډي-۵۳۰" هلیکوپټرې ورکړل شوې.

د افغانستان هوايي ځواک عمومي قوماندان جنرال عبدالوهاب ورډک هم وايي چې له دې هلیکوپټرو څخه د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د جګړې پر مهال استفاده کېږي.

تر دې دمخه د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۲۰مه نېټه هم د امریکا متحده ایالاتو د «۲۰۹ شاهین» قول اردو هوايي پوځ ته څلور "اې-۲۹» جنګي الوتکې ورکړې چې د شمال زون په جګړه کې ترې استفاده شاوخوا دوه اوونۍ مخکې پیل شوه.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG