د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

ناټو په شمال زون کې هوايي ځواک ته ۴ "A-29"جنګي الوتکې ورکړې


د افغان دفاع وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان هوايي پوځ ۶۰ سلنه تجهیز او سمبال شوي دي.

د افغانستان د هوايي قوتونو عمومي قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردک د شمال زون دې امنیتي وضعیت د څېړلو او همدارنګه د دې زون هوايي ځواکونو ته د څلورو جنګي الوتکو د تسلیمولو په خاطر مزارشریف ته سفر کړی دی.

ښاغلي وردک د مزارشریف په هوايي ډکر کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وویل چې د هېواد هوايي ځواک د تجهیز کېدلو په حال کې دی او لا هم په سلګونه انجینران او پیلوټان د زده کړو لپاره په امریکا، چک جمهوریت او په متحده عربي اماراتو کې په زده کړو بوخت دي.

د افغانستان د هوايي قوتونو عمومي قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردک
د افغانستان د هوايي قوتونو عمومي قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردک

هغه وویل چې په روان کال کې به له دغو کسانو ډېر شمېر د زده کړو له بشپړولو بېرته د دندې ترسره کولو لپاره هېواد ته راستانه شي.

هغه وویل:

"موږ پيلوټان لرو په امریکا، چک جمهوریت او متحده عربو کې به زده کړو بوخت دي، چې ډېر ژر به خپل هېواد ته راستانه شي او ورکړل شوي مسوولیتونه به پرځای کړي."

د هوايي ځواکونو عمومي قومندان وویل چې د هر پیلوټ په تربیه کابو ۱.۵ میلیونه دالر مصرف راځي.

هغه وویل چې اوس مهال د افغانستان هوايي پوځ کې مختلفې جنګي طیارې موجودي دي لکه اې ۲۹، ام آی ۱۷ او ام آی ۲۴ چې د طالبانو او مختلفو تروریستانو په لمنځه وړلو کې ترې کار اخیستل کیږي.

چې اوس مهال د افغانستان هوايي پوځ کې مختلفې جنګي طیارې موجودي دي
چې اوس مهال د افغانستان هوايي پوځ کې مختلفې جنګي طیارې موجودي دي

هغه وویل چې ۱۳۹۴ کال د افغان هوايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال وو او په دې کال کې د طالبانو په حملو کې ډېری انجینران او پیلوټان ووژل شول.

وردک زیاته کړه:

" ۱۳۹۴ کال د افغان هوايي ځواکونو لپاره خونری کال وو، چې پکې زمونږ انجینران او ډېر پیلوټان ووژل شول."

د جنرال وردک په خبره چې ډېری نظامي تجهیزات د افغان هوايي ځواکونو لپاره په ۱۳۹۵ کال کې مساعد شوي او تر ډېره پکې امریکا او هند نقش لري.

دوی وايي چې د هوايي ځواکونو په سمبال کېدو ځمکني قوتونه هم کولی شي، چې زمونږ په مرسته په ډېر کم وخت کې تروریستان له منځه وسي او زالې یې نابودې کړي.

جنرال عبدالوهاب وايي چې د افغانستان په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې اې ۲۹ جنګي الوتکې کارول کیږي چې کم مصرفه او چټکې جنګي طیارې دي او نن هم د ناتو ځواکونو لخوا افغان پوځیانو ته په شمال زون کې څلور دا ډول الوتکې ورکړل شوې.

په داسې حال کې ناتو ځواکونو افغان هوايي پوځیانو ته ۴ اې ۲۹ الوتکې ورکړې، چې په تازه ګۍ سره د وراسا په غونډه کې د دې سازمان مشرانو تعهد کړی وو، چې نږدې راتلونکي کې به د افغانستان هوايي پوځ په پرمختللو جنګي تجهیزاتو سمبالوي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG