د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

وزیري: د روسي هلیکوپټرو د انتقال د بهیر درېدل ځواک ته زیان نه‌رسوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېواد ته د روسي هلیکوپټرو د انتقال د بهیر درېدو په اړه اندېښنه نه‌لري.

د دې هلیکوپټرو قرارداد د امریکا له‌خوا له روسیې سره لاسلیک شوی او باید دا الوتکې افغانستان ته انتقال شوې وی.

خو دا مهال د دې هلیکوپټرو د انتقال بهیر ځنډېدلی او څرګنده نه‎ده چې کله به بېرته پیلېږي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې په پخوا کې د افغانستان ټول هوايي ځواک په روسي الوتکو او وسایلو پورې تړلی و، اوس دا اړتیا ډېره کمه شوې ده.

د ښاغلي وزیري په وینا دا مهال څو ډوله امریکايي الوتکې او هليکوپټرې د افغانستان په هوايي ځواک کې فعالې دي او پر روسي الوتکو د دې ځواک تکیه ډېره راکمه شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"زموږ هوايي ځواک امریکايي هليکوپټرې او الوتکې لري. هیله ده چې امریکا به له موږ سره نوره مرسته هم وکړي څو په سمه توګه مدیریت شي، ترمیم‌یې اسانه شي، ورکشاپ، تخنیک او کارونه‌یې د افغانستان لپاره اسانه شي."

ښاغلي وزیري وايي دا مهال د افغانستان هوايي ځواک د ۲۹ فعالو الوتکو یوه لویه برخه امریکايي الوتکې دي.

تر دې مخکې په ناټو کې د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو ویلي و، افغانستان ته د "مې ۱۷" ډوله هلیکوپټرو د انتقال پروسه تر اوسه ځنډېدلې ده.

ښاغلي ګروشکو دا هم زیاته کړې وه چې د افغانستان هوايي ځواک ډېره اتکا پر روسي الوتکو ده.

په ناټو کې د روسیې دایمي استازی الکساندر ګروشکو
په ناټو کې د روسیې دایمي استازی الکساندر ګروشکو

د دې روسي چارواکي په وینا هېواد یې د افغان پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو په روزنه کې همکاري لرلې او له دې وروسته به هم دوام ورکړي.

ناټو کې د روسیې استازي همدارنګه ټینګار کړی چې تر سلو زیاتې روسي الوتکې دا مهال په افغانستان کې په مختلفو مأموریتونو کې فعالې دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا وايي چې د افغانستان په هوايي ځواک کې د روسي هليکوپټرو شمېر ډېر کم دی.

د نوموړي په وینا یوازې د هند له اړخه مرسته شوې درې روسي هلیکوپټرې او څو نورې محدودې روسي ساخت الوتکې له دوی سره فعالې دي.

نوموړی وايي:

"روسی تخنیک چې په افغانستان کې په بشپړه توګه له‌منځه تللی. تاسو ته ویلای شم چې په سلو کې ۹۸ او یا هم ۹۹ روسي تخنیک دلته له‌منځه تللی، ویجاړ شوی او یا هېڅ وجود نه‎لري."

د افغانستان د دفاعي چارو څېړونکي او پخواني پوځي جنرالان پرله‎پسې د افغانستان د هوايي ځواک پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

د دوی په باور یو پیاوړی هوايي ځواک په افغانستان کې د سولې او امن له ټینګښت سره مرسته کولای شي.

خو تر اوسه پورې افغان ځواکونه په ډېرو پوځي عملیاتو کې د ناټو پر هوايي ملاتړ تکیه دي چې په یو لړ داسې عملیاتو کې د ناسمې او یا کمې همغږۍ له کبله ولسي خلکو ته هم زیانونه اوړي.

XS
SM
MD
LG