د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

مانتیڅکي: افغانستان غواړي له روسيي الوتکې وپیري


په کابل کې د روسیې سفیر وايي چې افغانستان د روسي الوتکو د پیرودلو لیوال دی.

الکساندر مانتیڅکي Alexander Mantytsky پرون په یوه مرکه کې وویل، د افغانستان او روسیې د بهرنیو چارو د وزارتونو معینانو په مسکو کې په خپله کتنه کې په دې اړه بحث کړی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د روسیې د مرستو هرکلی کوي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیڅکي تاس خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي له خپل روسي سیال ایګور مورګولوف سره په کتنه کې د روسیې له پوځي الوتکو او تجهیزاتو سره لېوالتیا ښودلې.

حکمت خلیل کرزي د روسیې له پوځي الوتکو او تجهیزاتو سره لېوالتیا ښودلې.
حکمت خلیل کرزي د روسیې له پوځي الوتکو او تجهیزاتو سره لېوالتیا ښودلې.

د روسیې سفیر د غبرګولي/ جوزا د میاشتې په وروستیو کې مسکو ته د ښاغلي کرزي سفر ته د اشارې په ترڅ کې وویل، دواړو خواوو افغانستان ته د روسیې د هوايي پوځي تجهیزاتو له استولو سره د کابل د لېوالتیا په اړه بحث وکړ.

ښاغلي کرزي هغه مهال په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې له روسي چارواکو سره یې په امنیتي او استخباراتي برخو کې د همکارېو د پراختیا په اړه خبرې کړي او روسي چارواکو له افغانستان سره د امنیتي همکاریو پراختیا مهمه بللې وه.

وزیري وايي چې افغانستان د روسیې د مرستو هرکلی کوي.
وزیري وايي چې افغانستان د روسیې د مرستو هرکلی کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې افغانستان د روسیې د مرستو هرکلی کوي.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې جنرال وزیري زیاته کړه:

"که د روسیې هېواد حاضر وي چې له افغانستان سره د ترورېزم پرضد جګړه کې مرسته وکړي د افغانستان حکومت او وسله وال پوځ ټول وخت پر دې ټینګار کړی چې دا زموږ خپله جګړه نه ده او هرڅوک چې مرسته راسره کوي موږ ورته لبیک وايو. زموږ محصلین اوس په روسیه کې په بېلابېلو برخو کې درس وايي."

د افغانستان وسله وال ځواکونه د جوړېدو له پیله، په دودیز ډول له روسي الوتکو او وسلو سره بلدتیا لري.

د ښاغلی وزیري په وینا افغانستان اوس مهال هم د مې ۱۵ او مې ۳۵ په نوم هلیکوپټرې لري چې امریکا د افغانستان د هوايي ځواک لپاره پیرودلې دي.

جنرال وزیري وايي، روسیه کولای شي د دې هلیکوپټرو د ترمیم او د اړتیا وړ پرزو په چمتو کولو کې هم مرسته وکړي.

هېواد ته د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر له ستنېدو وروسته د ملي امنیت شورا تایید کړه چې په دې وروستیو کې د افغانستان د پوځي اړتیاوو یو فهرست د روسیې د ملي امنیت شورا ته سپارل شوی او دوی هیله من دي چې دا غوښتنې به ومنل شي.

روسیې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې هم له افغانستان سره د نژدې لس زرو کلاشینکوفونو مرسته کړې وه، خو ځیني څارونکي اندیښمن دي چې له روسیې څخه د وسلو او پوځي تجهیزاتو رانیول ښايي افغانستان د ناټو او روسیې د سیالۍ په ډګر بدل کړي.

XS
SM
MD
LG