د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

وکیلان: حکومت دې افغانستان ته د پاکستانۍ هلیکوپټرې ننوتل وڅېړي


د افغانستان کونړ ولایت کې د پاکستان د پوځي هلیکوپټرې له ننوتلو وروسته د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، کېدای شي چې د پاکستان دا ډول کړنه ځيني اهداف ولري.

د دغه کمېسیون غړي نواب منګل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان دغه کړنه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ پشپړتیا د نقض په معنی ده او دا یې د اندېښنې وړ وباله او هم یې له افغان حکومته وغوښتل چې دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي.

نوموړي وویل:

"اوس‌يې دا کړنه چې یوه هلیکوپټره‌یې د افغانستان خاورې ته ننوتې کېدای شي یو تکتیکي حرکت وي او دا وښيي چې پاکستان یو زورواکی هېواد دی، کېدای شي چې یو استخباراتي حرکت هم وي خو په هر هدف چې د افغانستان خاورې ته ننوتې وي د بخښلو وړ نه‎دی."

ښاغلی منګل له افغان حکومته غواړي چې دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي او پر وړاندې یې بې‌تفاوته پاتې نه‎شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان پوځي هلیکوپټره د ډیورند کرښې دواړه غاړو کې د ګزمې پر مهال په کونړ ولایت کې د افغانستان خاورې ته ننوتې ده.

دا لومړی ځل نه‎دی چې د پاکستان پوځي هلیکوپټرې د افغانستان خاورې ته ننوځي بلکې څو میاشتې مخکې هم لوګر کې د پاکستان د یوې پوځي هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

هغه وخت د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې یادې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې خو کابل کې د پاکستان سفارت بیا هغه د هلیکوپټرې سقوط بللی و.

د افغانستان دفاع وزارت کونړ ته د پاکستان د پوځي هلیکوپټرې د ننوتلو په اړه څه نه‌وايي، خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د دغې کړنې په غبرګون کې یې ځيني اقدامات ترسره کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"پرون له غرمې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر بیا احضار کړ او د افغان حکومت شدید اعتراضونه‌یې ښاغلي ابرار حسین ته مطرح کړي او هغوی هم ژمنه وکړه چې د افغان حکومت اعتراضونه به په ټاکلې موده کې پاکستان لوري ته مطرح کړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد

ښاغلي ازاد وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې موضوع تر څنګ د تورخم او سپین‎پولدک د لارو د تړلو او همداراز د پاکستان د وروستیو راکټي بریدونو په اړه هم په کابل کې د پاکستان له سفارت سره خپل اعتراضونه شریک کړي دي.

که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي د دغې موضوع د څېړنو په اړه ډيپلوماتیکې لارې مهمې بولي خو ټینګار کوي چې افغان امنیتي ځواکونه باید د خپلې خاورې د دفاع په هدف په سرحدي سیمو کې تجهیز شي او پاکستان ته د دې اجازه ورنه‎کړل شي چې د افغانستان په خاوره کې دا دول کړنې بیا ترسره کړي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG