د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ډیورنډ کرښې له هاخوا سیمو څخه د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په ورسک او ډکۍ سيمو شاوخوا ۸۰ راکټي بریدونه شوي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي وايي، دغه بریدونه نن سهار وختي شوي چې په خبره يې لسګونو کورنۍدې ته اړي شوي چې نورو سيمو ته کډه وکړي.
په ورته وخت کې یوې باوري سرچينې ازادي راډيو ته ويلي، د ډیورنډ پرکرښه د شلمان په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو نامعلومو وسلهوالو برید کړی چې په پایله کې درې پوستې او یوه قرارګاه سوځول شوې ده.
یاده سرچينه وايي، دغه برید د ډریونډ کرښې له هاخوا سیمې څخه شوی او پاکستاني ځواکونو ته درانه تلفات اوښتې خو په خبره يې دا څرګنده نهده چې دا برید کومې وسلهوالې ډلې کړی.
ټاکل شوې وه چې نن د جمعې په ورځ د تورخم دروازه د مسافرو او لویو موټرو پرمخ خلاصه شي خو تر اوسه لانه ده خلاصه شوې.