د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۸

سنګري: ارزګان به هېڅ‌کله هم سقوط ونه‌کړي


د ارزګان سیمه‌يیز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې يې وسله‎وال طالبان سخت ځپلي او د جګرې توان‌يې له لاسه ورکړی دی.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت کې د پسرلي موسم په راتلو سره د دښمن په وړاندې پوره چمتووالی لري او په خبره‌يې چې پیل کړي تصفیوي عملیات‌يې اوس هم په دغه ولایت کې په بریالیتوب سره پر مخ روان دي او هېڅ‌کله به هم ارزګان سقوط ونه‌کړي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري

ښاغلي سنګري زیاته کړه:

"وسله‎والو طالبانو تېر ځل هم غوښتل چې ارزګان ته سقوط ورکړي، خو افغان امنیتي ځواکونو يې په وړاندې کلک مقاومت وکړ، موږ تر اوسه خپل ټول طاقت پر دوی نه‎دی استعمال کړی."

نوموړی د هغو کسانو هغه خبرې ردوي چې وايي، دغه ولایت به د پسرلي موسم په راتلو سره د وسله‎والو طالبانو لاسته ولوېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پسرلي موسم په رارسېدو سره تېره ورځ د مشرانو جرګې یو شمېر غړو هم د ارزګان او افغانستان یو شمېر نورو نا امنه ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په ورته وخت کې د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین په دغه ولایت کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف د عملیاتو غوښتنه کوي.

د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال نور محمد حقمل ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت کې عام خلک په خورا بد وضعیت کې دي او روانې جګړې د ځاني زیانونو تر څنګ سخت مالي زیانونه هم وراړولي دي.

د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال نورمحمد حقمل
د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال نورمحمد حقمل

ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"ارزګان کې وسله‎والو طالبانو درې څلور ويالې تړلي او د خلکو کښتونه او باغونه ټول وچ شوي، د ارزګان د خلکو اقتصاد ټول پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی."

له دې سره د ارزګان خلک هم تېرو اوو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په نه‌پرمختګ او د پسرلي موسم په راتلو سره د دغه ولایت امنیتي وضعیت اندېښمن کړي دي.

د ارزګان دغه جګړه ځپلو له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې د عامو خلکو ژوند ته ډېره جدي پاملرنه وکړي.

د ارزګان یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل:

"دولت هره ورځ د عملیاتو د پیل خبر ورکوي، خو موږ يې هېڅ پرمختګ ونه‌لید، نه‌پوهېږو چې دا څه ډول عملیات دي، که‌يې نه‎شي کولای پرې دې يې ږدي طالبانو ته."

"تاسې خلک وګورئ چې څه ډول حالت لري، کورونه‌يې وسوځول شول او دولت هره ورځ د پرمختګ خبر ورکوي."

له دې ټولو سره-سره د نظامي چارو کارپوهان وايي، دولت باید لاس تر زنې کېنه‎ني او عملاً باید د دښمن د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي.

د نظامي چارو کارپوه عطیق‌الله امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د دښمن ځایونه مشخص دي او باید په نښه شي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG