د افغانستان مشرانو جرګې غړي د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي.
د دغې جرګې د سې شنبې ورځې عمومي غونډه چې تر ډېره د هېواد امنیتي ستونزو په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه، اکثرو سناتورانو پر افغان حکومت تند انتقادونه وکړل چې د ژمي په موسم کې یې د وسلهوالو د ځپلو لپاره مؤثر پوځي عملیات ترسره نهکړل.
په هلمند کې ولې ژمني عملیات ونهشول؟
سناتور محمد حنیف حنفي د ارزګان او هلمند امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل چې د پسرلي په راتګ او د هوا په ګرمېدو سره ممکن دغه ولایتونه له جدي امنیتي ستونزو سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړه:
"سره له دې چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس د ارزګان او هلمند له خلکو سره ژمنه کړې وه چې دوی به په ژمي کې د طالبانو سنګرونه ماتوي، خو په خواشینۍ سره چې ژمی تېر شو او اوس اوړی راروان دی او دغه عملیات ونهشول او اوس په دې انتظار یو چې هلمند به کله سقوط کوي او ارزګان به کله سقوط وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان چارواکو ویلي و چې د ژمي په موسم کې به د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې پوځي عملیات ترسره کړي.
ابراهیمي: د ژمي موسم نه په استفادې پوځي عملیات دې چټک شي
په دغې غونډه کې د کندز، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو د امنیتي ستونزو په اړه هم خبرې وشوې او سناتورانو له حکومت نه وغوښتل چې د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت ښه کېدو ته جدي پام واړوي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار له سناتورانو سره ژمنه وکړه چې د دوی غوښتنې به د امنیت شورا په غونډه کې مطرح کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زه او ادارې پلاوی به د امنیت شورا په غونډه کې د ارزګان، هرات، ننګرهار، بدخشان او نورو ولایتونو د امنیت په تړاو ستاسې دغه اندېښنې او انتقادونه ورسوو او ستاسې سپارښتنې به ورسره شریکې کړو."
له دې سره هممهاله د چارو یو شمېر شنونکي وایي چې د ارزګان، زابل او کندز په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وسلهوالو طالبانو حضور دا ښيي چې راتلونکی کال به له امنیتي پلوه یو خونړی کال وي.
افغان کارپوه عتیقالله امرخېل په دې اړه وویل:
"هغه برخې چې ډېر زیان مننونکې سېمې دي او دا مهال په ناوړه امنیتي وضعیت کې دي که پهکي عملیات ونهشي نو راتلونکی پسرلی به ورته ډېر خطرناکه وي."
خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، دوی په تېر ژمي کې د «شفق ۲» عملیاتو د پلان له ۹۵ سلنه ډېره برخه عملي کړې ده.
چارواکي: د مخالفینو پر ضد به ژمی هم د پسرلي په څېر عملیات روان وي
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"په ژمي کې د «شفق ۲» عملیاتو پلان له ۹۵ نه ډېره برخه عملي شوې ده، په ژمي کې موږ کار کړی او راتلونکي پسرلي لپاره موږ بشپړ چمتووالی لرو او پر یوه پلان هم کار شوی دی، که چېرې جګړه دوام وکړي د افغانستان وسلهوال ځواکونه د هېواد د دفاع لپاره چمتو دي."
ښاغلي وزیري وویل چې د راتلونکي پسرلي لپارهیې بشپړ چمتووالی نیولی او په دې اړه به ډېر ژر خپل نوی پلان اعلان کړي.
د افغانستان دفاع وزارت دغهشان په راتلونکي پسرلي کې د یو شمېر سیمو د سقوط په اړه اندېښنې بېځایه ګني او وایي چې د «شفق۲» په عملیاتو کې وسلهوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور: ناجیه ساپۍ