د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۳

دفاع وزارت: د عملیاتو په وړاندې هېڅ ډول لوی خنډ نشته


د افغانستان دفاع وزارت هغه انتقادونه ردوي چې ګواکې د هېواد په بېلابېلو برخو کې عملیات ځنډني پرمخ ځي او لاسته راوړنې نه‎لري.

د افغانستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا غفلت ردوي او وایي، د عملیاتو په وړاندې هېڅ ډول لوی خنډ نشته.

جنرال مراد ازادي راډیو ته وویل، هغه څه چې د عملیاتو د ځنډ سبب کېږي، د ژمي موسم او د ملکي وګړو خوندیتوب دی.

د افغانستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد
د افغانستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد

نوموړی وايي:

"د هوا تأثیرات اکمالاتو ته ستونزې جوړوي او هم هوایي ملاتړ، توپچي او راکټي انداختونو ته ستونزې جوړوي. وسله‎وال مخالفین تر ډېره د خلکو له استوګنیزو کورونو کار اخلي، دا ستونزې شته، خو عملیات نه‎دي دریدلي او ماته یې هم نه‎ده خوړلې. زموږ امنیتي ځواکونه هېڅ ستونزه نه‎لري چې ووایو د هغه له کبله عملیات دروو."

د کندز ولایتي شورا او یو شمېر سیمه ییز اوسیدونکي وایي چې د دغه ولایت په ځینو برخو کې پوځي عملیات لاسته راوړنه نه‎لري او د دوی اندیښنې یې راپارولي دي.

د دې ولایت، ولایتي شورا وایي، په‎دغه ولایت کې د ژمني عملیاتو په جریان کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د کندز د ولایتي شورا مشر امرالدین ولي ازادي راډیو ته وویل، که عملیات اوس نتیجه ورنه‎کړي، نو په اوړي یا دوبي کې به په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې ډېرې شي.

ښاغلي ولي د کندز له سیمه ییزو چارواکو جدي انتقاد وکړ چې د دغه ولایت امنیت ته پاملرنه نه‎کوي.

د کندز د ولایتي شورا مشر امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا مشر امرالدین ولي

نوموړي وویل:

"له بده مرغه چې جنګي قطعات یعنې پوځ او پولیس تر اوسه نه‎دي توانیدلي پر هغو سیمو چې باید کنټرول ولري، بشپړ واکمن شي. تر اوسه دغه بریالیتوب ته نه‎دي رسیدلي. دا په‎خپله ښیې په ژمي کې چې شرایط مساعد دي که عملیات د اوس په څېر دوام وکړي، په حمل میاشت او هم په اوړي کې به خطرناکه پایلې ولري."

د شفق په نوم عملیات د ۱۳۹۵ لمریز په لومړیو کې پیل شول او دوهم پړاو یې د شفق دوه په نوم د ژمي په رارسېدو سره پیل شو.

رادمنش: راتلونکې میاشت د «شفق۲» په نوم پوځي عملیات پیلېږي

​د افغانستان پوځ د لوی درستیز مرستیال وایي، د روان کال په اوږدو کې وسله‎والو مخالفینو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

د ده په خبره افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي د مخالفینو لوی پلانونه شنډ کړي.

یو له دغو پلانونو څخه د جنرال مراد په خبره له کوټې څخه افغانستان ته د طالبانو د شورا د انتقال مخنیوی وو.

دی وایي، وسله‎وال مخالفین په دې کار کې ناکام شوه.

XS
SM
MD
LG