د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

چارواکي: د مخالفینو پر ضد به ژمی هم د پسرلي په څېر عملیات روان وي


افغان امنیتي مسؤلان وايي چې پر وسله‎والو مخالفینو به فشارونه، لکه د پسرلي د جنګي فصل په شان جاري وساتي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ کابل کې خبري ناستې ته وویل، شفق عملیاتو کې اصلي هدف د وسله‎والو مخالفینو د ریښو او کلیدي غړو له‎منځه وړل دي.

د نوموړي په خبره د عملیاتو نتیجه تر اوسه ښه ده او ټاکل شوي هدفونه هم تر لاسه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"اصلي هدف دا دی چې پر دښمنانو فشار راوړل شي او د راتلونکي کال پسرلي کې د خوځښتونو او حملو توان ونه‎لري، کومو سیمو کې چې فعالیت لري له هغه ځایه په شا شي، نتیجه ښه ده او هغه هدفونه چې ټاکل شوي وو تر لاسه شوي دي."

د شفق عملیات د روان کال له پیله پیل شوي او ژمني هغه‌یې چې د «شفق۲» په نوم یادېږي، د روان لمریز کال د قوس میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي چې د کال تر اخره پورې به روان وي.

افغانستان کې هر کال د ژمي په پیلېدو سره د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې عملیات راکمېږي خو افغان امنیتي مسؤلان وايي چې سږ کال به په دغه موسم کې دوی خپل روان عملیات جاري وساتي.

تر دې دمخه د افغانستان ولسي جرګې له امنیتي ارګانونو غوښتي و چې د ژمي له موسمه په ګټې اخیستنې سره د مخالفینو پر وړاندې عملیاتو ته په دقیق ډول شدت ورکړي.

د افغان کارپوهانو په باور هم، ژمی د افغان دولت د مخالفینو ځپلو لپاره یو ښه فصل دی.

خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې لوړپوړي وسله‎وال مخالفین په دې موسم کې خپلو اصلي مرکزونو ته ځي او د مرستو راټولولو په هڅه کې وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په همدغې خبري غونډه کې وویل، دا مهال د افغانستان ۱۸ ولایتونو کې د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې ۲۱ عملیات روان دي.

ښاغلی رادمنش له امنیتي نظره راتلونکی کال ښه ارزوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"هغه محلونه چې د ښوونې او روزنې په نوم تبلیغات لري باید له‎منځه یوړل شي چې دا دی د شفق ۲ عملیات له همدې امله په ژمي کې روان دي، د راتلونکي کال په اړه وړاندوینه کولای شو چې یو ښه کال به وي."

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان وايي، حکومت کې دننه د وسله‎والو مخالفینو نفوذ د افغان ځواکونو د پلانونو د ناکامۍ لامل شوی دی.

د چارو پوه صدیق ساحل وايي، دا مسئله د دې لامل شوې چې د امنیتي ارګانونو د پروګرامونو تر پلي کېدو دمخه وسله‎وال مخالفین ورنه خبر شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG