د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۵۶

پاکستان کې تر ١٩ کالونو وروسته سرشمېرنه کېږي


پاکستان په پام کې لري روانه اوونۍ په شلو کالونو کې د اول وار لپاره سرشمېرنه وکړي.

په دې سرشمېرنه کې نرښځي هم ثبتېږي او د هغوى شمېر به هم معلوم شي.

ويل کېږي دا به په پاکستان کې د سياسي سرحداتو، د پارلمان څوکيو او د فدرال حکومت د تمويل موضوع ته په پام سره اساسي سرشمېرنه وي.

پاکستان چې د نفوسو وده‌يې چټکه ده، په نړۍ کې د وګړو د شمېر له مخې شپږم هېواد ګڼل کېږي.

د اسلام اباد ښار.
د اسلام اباد ښار.

اټکل کېږي د پاکستان نفوس ٢٠٠ میليونه وي.

په پاکستان کې له ١٩٩٨میلادي کال راهيسې سرشمېرنه نه‌ده شوې، په داسې حال کې چې د دغه هېواد اساسي قانون حکم کوي چې په هرو لسو کلونو کې دې سرشمېرنه وشي.

دغه پروسه به د ۵۵ میليونه فورمو په وسيله سر له چهارشنبې د يوې ٣ لکه کسيزې ډلې له‌خوا پر مخ وړل کېږي.

دا په پاکستان غوندې هېواد کې چې په اداري فساد او په ځنډ د چارو په ترسره کېدو کې نوم لري، يوه لويه ستونزه ګڼل کېږي.

د پاکستان يوه پوځي مقام وويل که هر چا د سرشمېرنې مأمورانو ته غلط معلومات ورکړل، پنځوس زره کلدارې به جريمه شي او شپږ مياشتې به د بند موده تېروي.

د پاکستان پوځي مقامات وايي، دوه لکه سرتېري به د سرشمېرنې د پروسې امن ټينګوي.

د سرشمېرنې اول پړاو به له راروانې چهارشنبې د اپرېل تر ١۵مې روان وي.

د مرکزي حکومت د اطلاعاتو او خپرونو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب د يکشنبې په ورځ يوه کنفرانس ته وويل، دا وار به نرښځي هم په دې پروسه کې شامل کړاى شي.

مېرمن اورنګزېب زیاتوي:

"د سرشمېرنې په پروسه کې به ټول خلک شامل کړاى شي، که بې‌کوره وي يا هم داخلي بې‌ځايه شوي، دوى چې په هر ځاى کې مېشت وي، هلته به‌يې سرشمېرنه کېږي، د اول وار لپاره به نرښځي هم په دې پروسه کې شامل کړاى شي."

ويل کېږي دغه سرشمېرنه به سياسي سرحداتو، د پارلمان څوکيو، د فډرال حکومت تمويل او نورو مسايلو ته په پام سره اساسي وي.

دغه سرشمېرنه به په پاکستان کې چې اکثريت وګړي يې مسلمانان دي، د مذهبي اقليتونو د شمېر په اړه هم يو څرګند تصوير وړاندې کړي.

څرنګه چې د سرشمېرنې پروسه تر پارلماني انتخاباتو يو کال مخکې ترسره کېږي، نو اهميت‌يې زيات دى.

د پاکستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو شبکې د پروګرامونو رئيس مدثر رضوي وايي:

"پاکستان هغه هېواد دى چې څو قومونه په‌کې ژوند کوي چې د ده په خبره تر اتيا په زياتو ژبو خبرې کوي، دا سرشمېرنه د هر قوم سياسي قدرت معلوموي."

ويل کېږي د دې سرشمېرنې په نتيجه کې ښايي د پنجاب سياسي قدرت د نورو ايالتونو په نسبت راکم شي.

XS
SM
MD
LG