د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

عبدالله: طالبانو د ټولو ډلو لپاره د ترهګریزو بریدونو زمینه برابره کړې


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید مسؤلیت طالبانو ته متوجې کېږي.

اجرائیه رئیس وايي، پر سردار محمد داوود خان روغتون جنایتکارانه برید د دهشت عمق او ټولو اسلامي او انساني اررښتونو ته بې‌باوري ښیي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې وویل چې په دغه برید کې تر ډېره ټپیان په نښه شوي دي.

د نوموړي په خبره د یاد برید مسؤلیت طالبانو او هغوی ته چې له طالبانو ملاتړ کوي متوجه کېږي ځکه د ترهګریزو بریدونو لپاره طالبانو زمینه برابره کړې ده.

عبدالله: د دې برید مسؤلیت طالبانو ته متوجه کېږي.
عبدالله: د دې برید مسؤلیت طالبانو ته متوجه کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"هېواد کې ترهګریزې ډلې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي، خو د برید اصلي مسؤلیت طالبانو ته متوجې کېږي چې ټولو ترهګریزو ډلو ته‌یې د فعالیت زمینه برابره کړې او په ورته وخت کې هغوی ته متوجې کېږي چې له طالبانو ملاتړ کوي."

یو شمېر انتحاري حمله کوونکو د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون برید وکړ.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په دغه برید کې ۴۹ تنه ووژل شول او ۶۳ نور ټپیان شول، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا د وژل شویو شمېر ۳۱ تنه او د ټپیانو شمېر ۷۴ تنه ښودلی دی.

روغتیا وزارت: پر سردار داوود خان روغتون د حملې ډېری تلفات ملکیان دي

غني: پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله، پر افغان ولس حمله ده

د دغې حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ځان منلی دی.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون برید کېږي، بلکې تر دې دمخه په ۱۳۹۰ لمریز کال کې هم پر دغه روغتون برید شوی و چې په‌کې ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي و.

له دې خونړۍ پېښې وروسته افغان حکومت وویل چې د برید په اړه به هر اړخیزې څېړنې وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په څېړنو کې پرمختګ شوی، خو د دغې لړۍ تر بشپړېدو وړاندې جزئیات نه‌شي شریکولای.

وزیري: په دې اړه څېړنې روانې دي.
وزیري: په دې اړه څېړنې روانې دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا لویه پېښه وه باید ډېر دقت او څېړنه‌یې وشي چې د چا له‌خوا او څنګه رامنځته شوه، چا زمینه برابره کړې او مرسته‌یې کړې ده ټول باید وڅېړل شي او دا لړۍ وخت نیسي."

د افغانستان ولسي جرګې هم د دوشنبې په ورځ پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید په اړه فوق‌العاده ناسته لرله.

ځیني وکیلانو د امنیتي چارواکو د استیضاح غوښتنه کوله خو ځینو نورو بیا د دغې پېښې د څېړلو لپاره د یو پلاوي پر ټاکل کېدو ټینګار کاوه خو دغه ناسته بې‌نتیجې پای ته ورسېده او دغه موضوع د رئیسانو کمېټې ته وسپارل شوه.

دا چې حمله کوونکي څنګه روغتون ته ننوتي او څرنګه‌یې چاودېدونکي مواد روغتون ته لېږدولې په دې اړه ګڼې پوښتنې موجودې دي.

خو ښاغلی وزیری وايي، په سرداد محمد داوود خان روغتون کې ځیني کسان له حمله کوونکو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

ذکي: د کابل وروستۍ پېښه کې وسله والو سره د روغتون له دننه همکاري شوې

سیاسي کارپوه بشیر بېژن وايي، د سردار محمد داوود خان پر روغتون د خونړۍ حملې په څېر د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې په دغه برید کې ښکېل کسان اشد مجازات شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

عبدالله: طالبانو د ټولو ډلو لپاره د ترهګریزو بریدونو زمینه برابره کړې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

XS
SM
MD
LG