د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

ایا داعش ډله افغانستان کې د لویو بریدونو وړتیا لري؟


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وايي، هغه وسله واله ډله چې په افغانستان کې ځان داعش بولي د داسې پېچلو بریدونو وړتیا نه لري لکه په کابل کې د سردارمحمد داود خان پر روغتون وروستی برید چې ترسره شو.

نوموړی وايي، دا ډول بریدونه یوازې په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتي ادرو له خوا رامنځ ته شوې بېلابېلې ډلې په ګډه همکارۍ ترسره کوي او مسؤلیت یې ځکه داعش ته راجع کوي څو دا ډله په سیمه کې یوه لویه او تر نورو ډیره خطرناکه ډله وښيي.

ښاغلي نبیل له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل د طالبانو او داعش ټیټ پوړي وسله وال ښايي په ځینو سیمو کې د وړو ګټو پر سر خپلو کې اختلاف ولري خو د مشرانو ترمنځ یې د افغانستان د کمزوري کولو لپاره هڅو کې هېڅ اختلاف نه شته او یو بل سره همکاري کوي.

په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون د وروستي برید چې شا او خوا پنځوس کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل مسؤلیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی.

ایا په افغانستان کې د داعش وسله واله ډله د داډول بریدونو وړتیا لري؟

د طالبانو او دې ډلې ترمنځ اړیکې د دوستۍ او که د دښمنۍ دي؟

د سوریې او عراق له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره څومره اړیکې لري؟

دا او ځینې نورې پوښتنې اجمل اند په یوې مرکې د افغانستان د ملي امنیت له پخواني رئیس رحمت الله نبیل سره شریکې کړې.

ښاغلی نبیل په پیل کې د داعش د ډلې د راپیدا کېدو او څرنګوالي په اړه وايي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:22:31 0:00

XS
SM
MD
LG