د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

غني: پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله، پر افغان ولس حمله ده


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سردار محمد داوود خان پر روغتون وسله‎واله حمله په سختو ټکو وغندله.

ښاغلي غني د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې په ارګ ماڼۍ کې وویل، پر روغتونونو حمله په هېڅ یوه دین او مذهب کې جواز نه‎لري.

ولسمشر غني زیاته کړ چې وسله‎والو مخالفینو د دغه حملې په ترسره کولو سره ټول انساني اصول تر پښو لاندې کړل او په خبره یې دغه حمله د افغانستان په ټول ولس حمله ده.

ولسمشرغني
ولسمشرغني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نن ورځ هم د یوې تروریستي حملې شاهدان یو چې ټول انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړي، روغتون هغه ځای دی چې په هر دین او مذهب کې خوندي وي پر روغتون حمله د ټول افغانستان پر خلکو او ښځو حمله ده. "

یو شمېر وسله‎والو مخالفینو نن سهار نهه بجې کابل ښار کې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون حمله وکړه.

د افغانستان دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې وسله‎والو مخالفینو د روغتیایي کارکوونکو په جامه کې دا حمله ترسره کړې.

د راپورونو له مخې حمله کوونکي د دغه روغتون له شمالي دروازې څخه د روغتون محوطې ته ننوتي.

په ورته وخت کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسب جوړې شوې غونډه کې وویل چې د وسله‎والو مخالفینو دغه جنایت د بخښلو نه‎دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې دغه حمله تلفات لري خو څرګنده یې کړه چې تر دې دمه د تلفاتو په اړه یې کره معلومات نشته:

"هغه جنایت کاران چې دغه ډول اعمال ترسره کوي، د بخښولو وړ نه‎دي، دوی پر انساني کرامت، شرافت، عزت او پر بشري فکر حمله کړې. تر اوسه د تلفاتو په اړه کره معلومات نه‎لرم خو له بده مرغه تلفات لري."

پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم په هغه غونډه کې چې د پخواني حکومت د مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د درېیم تلین په یاد جوړه شوې وه دغه حمله وغندله.

په ورته وخت کې د افغانستان د روغتیا وزارت مطبوعاتي مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې دوه جسدونه او ۱۲ ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته وړل شوي دي.

خو نوموړي زیاته کړه چې ممکن تلفات تر دې زیات وي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم د وسله‎والو حمله کوونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه چې وسله‎والو حمله کوونکو د روغتون د کارکوونکو د جامو څخه په استفاده د روغتون دوهم او درېیم پوړ ته ځانونه رسولي خو نوموړي ټینګار وکړ چې اوس مهال نور امنیتي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه‎دی اخېستې خو تر دې وړاندې تر ډېره دا ډول حملې د وسله‎والو طالبانو له‎خوا ترسره شوي.

د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې چې په کابل ښار کې د امریکا سفارت ته نېږدې موقعیت لري څو کاله وړاندې هم انتحاري حمله شوې وه چې تلفات یې هم درلودل.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG