د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

روغتیا وزارت: پر سردار داوود خان روغتون د حملې ډېری تلفات ملکیان دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د سردار محمد داوود خان پر روغتون حمله کې اکثره مرګ ژوبله ملکي خلکو ته اوښتې دي.

د افغانستان دفاع او روغتیا وزارتونه حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰ زیات ښيي.

د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو رئيس محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو سره په مرکه وویل چې شااوخوا ۸۰ تنه ټپیان په څو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړي وویل:

"۵۶ تنه هېوادوال په وزیر اکبرخان روغتون کې او ۱۲ نور د میډیوټیک د ماشومانو روغتون کې بستري شوي چې اکثره ښځې او ماشومان دي."

دی وايي چې ترورېستانو په دې نوم چې دا پوځي روغتون دی له یو مخې په ټولو ناروغانو ډزې وکړې خو اکثره قربانیان عام خلک دي.

دی زیاتوي:

"مثلاً اېمرجنسي روغتون ته ۱۲ ټپیان وړل شوي چې ۹ تنه سړي، دوه ماشومان او یوه ښځه ده. ټول ملکیان دي."

د کابل سردار محمد داوود خان روغتون کې ژغورل شوي ناروغان د پرونۍ ترورېستي حملې بوږنوونکې کیسې کوي.

ضیا زابلي چې روغتون کې بستري و، وايي چې دی او درې تنه نور په یوه خونه کې پټ شول.

دی وايي، کله چې یې ولیدل چې وسله‎وال حمله کوونکي د دوی خونې ته ور روان دي، نو څوکۍ، تختونه او هر څه چې خونه کې موجود وو، د دروازې شاته‌یې کېښودل.

زابلي، د حملې له پای ته رسېدو نیم ساعت وروسته وویل چې د ډزو او د لاسي بمونو د چاودنو غږونه‌یې اورېدل.

ده وویل، یو ځل یوه حمله کوونکي هڅه وکړه چې زموږ خونې ته راننوځي، دروازه‌یې څو ځلې کلکه ووهله خو خلاصه نه‎شوه.

د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله‎والې سخت‎دریځې ډلې د دې حملې مسؤلیت ومانه.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي چې حمله کوونکو هم ډزې کولې او هم‌یې له لاسي بمونو کار اخیست.

دی وايي چې له ټولو امکاناتو کار واخیستل شو چې لږ تر لږه زیان واوړي او ناروغان وایستل شي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې هغوی ډزې کولې او زموږ سرتېري ټپي کېدل، له ستونزو سره-سره مو له روغتونه د ناروغانو ایستلو ته دوام ورکاوه."

ځیني شاهدان وايي، مخکې تر دې چې د سردار محمد داوود خان روغتون په دروازه کې انتحاري برید وشي، درې ترورېستان په روغتون کې موجود وو.

د دوی په وینا انتحاري برید د حملې د پیل اعلان وو.

مرستیال ډاکتر احمد محمودي، هم یو له هغو کسانو څخه دی چې مرګ‌یې په خپلو سترګو لیدلی.

دی وايي، ۹ بجې وې چې یو وسله‎وال‌یې د روغتون د اصلي ودانۍ په دوهم منزل کې ولید، هر لور ته‌یې ډزې کولې، په دې پسې نه‌ګرځېده چې څوک ولي.

دی وايي چې یوه ساتونکي ځای پر ځای ساه ورکړه او یو تن بل په لاس ولګېد.

ډاکتر محمودي وايي، له دهلېزه مې اېمرجنسي برخې ته ټوپ وواهه او د عاجلې برخې له کړکۍ ښکته شوم.

په روغتون کې د بستر ناروغانو تر څنګ یو شمېر ډاکتران او نرسان هم وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG