د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

رادمنش: پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله کې څه باندې۳۰ تنه وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت تائید کړه چې پر سردار محمد داوود خان روغتون د وسله والو حمله کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي...

د افغانستان دفاع وزارت تائید کړه چې پر سردار محمد داوود خان روغتون د وسله والو حمله کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې په دغه پېښه کې شااوخوا ۵۰ تنه ټپيان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې پر روغتون په حمله کې تر ډېره ډاکټران، ناروغان او ملکي کارکوونکي مړه او ټپیان شوي دي.

د ښاغلي رادمنش په خبره چې حمله کوونکي څلور تنه و چې یوه تن یې ځان پوري تړلي چاودېدونکي توکي چوولي او درې تنه نور د روغتون ودانۍ ته داخل شوي دي.

"دوی څلور نفر وه چې د روغتیايي کارکونو په لباس کې ننوځي په دروازه کې له چاودنې وروسته دویم دریم څلورم او تر اوم پوړه پورې تروریستي او تخریبې کړنې تر سره کوي چې له بده مرغه له دېرشو ډېر کسان شهیدان کېږي او شااوخوا پنځوس نور ټپونه ویني."

له دې سره د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې له حملې نږدې اووه ساعته اوږدېدو وروسته ماځیګر شااوخوا څلور بجې د امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات بشپړ شول.

نوموړی وايي چې وسله وال نن سهار نهه بجې پر روغتون حمله کړې وه چې نن ماسپښين درې بجې او دېرش دقیقې د دوی په وژلو سره پای ته ورسېده.

​نوموړي زیاته کړه:

"له حملې وروسته د پولیسو ځانګړي ځواکونه سیمې ته ولاړل او خپل عملیات یې پیل کړل زموږ د ځانګړو ځواکونو یو سرباز هم ټپي شوی، خو دوی لسګونه کسان وژغورل پر وخت یې وباسل او څلور واړه تروریستان هم له منځه ولاړل."

دا حمله د چهارشنبې په ورځ سهار نهه بجې هغه وخت پیل شوه چې وسله والو کسانو لومړی د څلور سوه بستریز نظامي روغتون په دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته بیا درې نورو وسله والو د روغتون پورتینو پوړونو ته ځانونه ورسول.

افغان هوايي او ځمکني امنیتي ځواکونو د حملې پر وخت شنډولو لپاره له هوا او ځمکې لارې عملیات پیل کړل، خو د چارواکو په باور د تلفاتو د مخنیوي په خاطر عملیاتو دوام پیدا کړ.

له دې وړاندې تېره اوونۍ وسله والو د کابل د دولسمې او شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمې د حملو ښکار ګرځولې وې.

د تېر اوونۍ په هغو حملو کې هم ۲۲ کسان وژل شوي و او له ۱۲۰ زیات نور ټپیان و.

جمهور رئیس غني او ګڼو نور افغان چارواکو د کابل د چهارشنبې ورځې حمله غندلې او په روغتون دا حمله یې پر افغان ولس حمله بللي ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله د برید کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صقي پر خپل ټویټر پاڼه کې ویل چې برید کوونکو د خاصو پولیسو په عملیاتو کې له منځه وړل شوي دي. ​

په کابل کې پر سردار محمد داوود خان روغتون د نن چهاشنبې حملې مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

وسله والو طالبانو په یاده حمله کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG