د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

چارواکی: نښې شته چې پر سردار داوود خان روغتون حمله حقاني شبکې کړې


سره له‎دې چې داعش ډلې کابل کې د سردار محمد داوود خان په پوځي روغتون د تیرې چهارشنبې د ورځې حیرانوونکي خونړي برید مسؤلیت په غاړه واخېسته خو چارواکي او کارپوهان په دې باور دي چې په دغه برید کې د طالبانو د ورته بریدونو نښې تر سترګو کېږي.

څو ساعته وروسته له‎دې چې طالبانو د چهارشنبې د ورځې د خونړي برید مسؤلیت په غاړه وانه‎خېست، اسلامي دولت یا داعش ډلې د خپل تبلیغاتي ویب‎سایټ اعماق له لارې ادعا وکړه چې جنګیالیو یې چې د ډاکټرانو جامې اغوستې وې کابل کې تر ټولو لوی پوځي روغتون ته لاره پرانیستې.

وروستیو رپوتونه وویل چې د سردار محمد داوود خان په روغتون برید کې شاوخوا ۵۰ کسه وژل شوي دي.

خو چارواکو په دې کې شک څرګند کړ چې دغه برید به د داعش له‎خوا شوی وي.

دغه ډله چې غواړي افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي د امریکايي ځواکونو د سختو هوايي او افغان قواوو ځمکنیو بریدونو سره مخامخ ده.

یوه لوړ رتبه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې موږ داسې نښې او دلایل ترلاسه کړي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ادعا ماتوي.

دغه چارواکي چې نوم يې نه‎دی اخېستل شوی ویلي چې داعش ډلې ته درانه زیانونه اوښتي او د دغسې پیچلو بریدونو توان يې له لاسه ورکړی دی او داسې نښې شته چې برید د طالبانو د حقاني شبکې له‎خوا شوی دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش پرته له نور تفصیله ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید هغو پخوانیو بریدونو ته چې ولسي خلک يي په نښه کړي ورته دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"په هر صورت دا یو تروریستی فعالیت وو او هغو پخوانیو فعالیتونو ته ورته دی چې مخکې تردې یې د افغانستان جوماتونو او منبرونو کې ولسي خلک په نښه کړي، خو په یوې ډېرې پیاوړې لوبې ترسره شو. موږ باید منتظر پاتې شو څو تحقیقات تر هغه څه هم اوچت وضاحت وړاندې کړي چې موږ يې فکر کوو."

بل‎خوا پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل په دې باور دی چې دغه برید کې د طالبانو لاس ښکاري او پاکستان کې تنظیم شوی دی.

نوموړی وايي:

"حقیقت کې خبره دا ده چې دا برید نورو خلکو کړی یا خپله طالبان دي یا د حقاني ډله ده یا بله، اما داعش دومره قدرت نه‎لري چې شپږمه حوزه کې او بیا د سردار داوود خان روغتون کې برید وکړي."

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل
پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل

جنرال امرخېل زیاتوي کله چې طالبان او حقاني شبکه د کوم برید مسؤلیت چې ولسي خلک په کې وژل شوي وي په غاړه وانه‎خلي نو بیا داعش ډله له فرصته په استفاده يې ادعا کوي څو وښيي چې د افغان حکومت او امریکایانو د ادعا خلاف دوی افغانستان کې دومره ځپل شوي نه‎دي او په هر ځای کې چې وغواړي برید کولای شي.

بل‎خوا د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر ټایمز اف انډیا ته ویلي چې دا نظر چې داعش او طالبان یو بل سره مخالفت لري درست نه‎دی.

هېڅ کوم یو داعشي له سوريي او یا عراقه افغانستان ته نه دی راغلی.

هغه ویلي چې داعش د پاکستان د تحریک طالبان او ازبکستان د اسلامي تحریک یوه نوې بڼه ده.

خلک هماغه دي خو نومونه يې بدل کړي. کیدای شي افغان طالبان او داعش په ننګرهار کې یو بل سره مخالفت ولري خو د افغانستان شمال ختیځ کې د دولت خلاف ګډ جنګېږي.

XS
SM
MD
LG