د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

رحیمي: د کابل وروستۍ حملې د څېړنو پایلې به خلکو سره شریکې شي


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د حملې د څېړنو پایلې ته په تمه دي چې وروسته به یې نتیجه له خلکو سره شریکه شي.

د اجرائیه ریاست ویاند محیب الرحمان رحیمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه حملې د مخنیوي برخه کې به د ضعف ټکي په نښه شي.

ښاغلی رحیمي وايي، که څه هم له وخته به مخکې وي چې پاکستان د دې حملې په تور تورن وګڼل شي خو د نوموړي په وینا پخوا تردې دا شان حملې به هغه هېواد کې طرحه شوې دي:

د اجرائیه ریاست ویاند محیب الرحمان رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند محیب الرحمان رحیمي

"څېړنې روانې دي او د څېړنو تر پای ور,سته به نتیجه اعلان شي، په تېره کې دا شان حملې پاکستان کې پلان شوي دي."

د یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې دغه برید کې ۴۹ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسنیو برخې مسؤل اسماعیل کاوسي وايي چې دغه حمله کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي او ۷۴ تنه نور ټپیان دي.

د دې حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

تېره اوونۍ هم وسله‎والو طالبانو پر شپږمې امنیتي حوزې او دولسمې امنیتي حوزې پورې مربوط د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز حمله وکړه چې د امنیتي مسؤلانو په خبره ۲۲ تنه په‎کې ووژل شول او ۱۲۰ ټپیان شول.

په کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون په ۱۳۹۰ لمریزکال کې هم انتحاري حمله شوې وه چې په‎کې شپږ تنه کار کوونکي وژل شوي وو او ۲۳ تنه تپیان شوي وو.

په عین حال کې د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي چې د دې حملې د ترسره کولو برخه کې له حمله کوونکو سره همکاري شوې او د هغوی لپاره د روغتون په دننه کې جنګي امکانات برابر شوي.

د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اووه ساعته د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګ، تجهیزات او امکانات له مخکې هلته ځای پرځای شوي وو او په حقیقت کې حمله کوونکي له عمومي دروازه څخه روغتون ته داخل شوي."

یو شمېر پوځي څیړونکي وایي چې نظام کې د جاسوسانو حضور د دې ډول حملو یو علت دی.

له دې ډلې زلمی وردک ازادي راډیو ته وویل:

"درې کټه‎ګورۍ حقیقت کې د دې ډول حملو علتونه دي، ناسالم مدیریت، کمزوری قانون او اړیکې چې په زره موټر او سپینو جامو کې انتقال شوي."

ښاغلی وردک د هغو کسانو د مجازات کولو غوښتنه کوي چې د دې حملې د مخنیوي برخه کې یې بې پروایي او ناغېړي کړې ده.

د نوموړي په وینا، ترکومه چې له مخالفینو سره د همکارو کسان پېژندنه ونه‎شي او د خپل اعمالو سزا ونه ویني د دا شان حملو لمن به هم راټوله نه‎شي.

XS
SM
MD
LG