د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

سپېدار: د کابل وروستۍ حملو په اړه څېړنې پیل شوي


د کابل په شپږمې او دولسمې امنیتي حوزو کې د چهارشنبې ورځې د دوه غبرګو حملو وروسته افغان حکومت د دغو بریدونو د څېړنو خبر ورکوي.

اجرائیه ریاست وايي چې پلټونکو ټیمونو هڅې پیل کړي څو معلومه کړي چې دا حملې له کومه ځایه د چا له‌خوا پلان شوې وې.

د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې ورځې په اوونیزه خبري ناسته کې وویل، فکر کېږي چې دا حملې دې د افغان ځواکونو سره د دوی په ملي ورځ د خلکو د مینې او یا کندز کې د وسله‎والو مخالفینو د والي وژلو په غچ کې شوې وي.

افغان حکومت: کندز لپاره د طالبانو د والي وژل لاسته راوړنه ده

د کندز لپار د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالسلام وژل شوی

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاويد فیصل
د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاويد فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د پېښو په اړه څېړنې پیل شوي، خو تر اوسه پورې لازمې نتیجې نه‎دي ترلاسه شوي چې څوک له کومه ځایه د پېښې تر شا دي خو یوه خبره وضاحت لري چې ترورېستان که د هرې ډلې وي هغوی له افغانستانه دباندې مرکزونه لري او ملاتړ یې په سیمه کې ځيني هېوادونه کوي."

هغه وویل، د افغان حکومت دریځ دا دی چې سیمه کې د ترورېستانو تر ټولو ستر ملاتړی پاکستان دی او له دې وړاندې داسې ډېرې حملې په هغه هېواد پلان شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ په شپږمه او دولسمه امنیتي حوزو کې کابل د دوه بېلو وسله‎والو حملو شاهد و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ازادي راډيو ته وویل چې په دغو حملو کې ۲۲ کسان وژل شوي او له ۱۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

روغتیا وزارت: د کابل وروستیو حملو کې د وژل شویو شمېر۲۲ ته ورسېد

له دې ډلې یې ډېر تلفات د شپږمې حوزې له حملې پېښ شوي چېرته چې لومړی درنه بمي چاودنه وشوه او ورپسې څلورو وسله‎والو غوښتل په سیمه کې د ملي اردو د جلب او جذب یوه مرکز او د پولیسو امنیتي حوزې ته ننوځي.

له دې نېږدې یوه میاشت وړاندې کابل کې د سترې محکمې مخې ته چاودنه شوې وه کومې حملې چې ۱۹ کسان وژلي او ۴۱ نور ټپیان کړي وو.

خو له دې ټولو سره تل پوښتنه دا وي چې وسله‎وال څنګه د مرکز کابل مهمو سیمو ته ځان رسوي؟

وموغوښتل چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت او د کابل پولیسو ځواب ولرو خو له بیا-بیا اړیکو سره بریالي نه‌شوو.

خو د دفاع وزارت چې د تېرې ورځې په حملې کې یې د جلب و جذب یو مرکز هدف ګرځول شوی وايي چې که له وسله‎والو سره مرسته ونه‎شي د ورته حملو ترسره کول سخت کار دی.

دولت وزیري
دولت وزیري

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري زیاته کړه:

"که همکاري ورسره ونه‎شي دا ډېره ستونزمنه ده چې د کابل په زړه کې ترورېستي حملې ترسره شي حتماً ځيني کسان او ډلې دي چې تر شا یې لاس لري."

له دې سره د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس میرداد نجرابي پر امنیتي ادارو انتقاد کوي وايي چې دوی تل له پېښې وروسته غبرګون ښيي یا له څېړنو وايي.

هغه ازادي راډيو ته وویل، کشفي ارګانونه باید پیاوړي وي او د حملو له پېښېدو مخکې د هغوی مخنیوی وکړای شي.

نوموړی وايي:

"که د کشفي ادارو ستونزې نه‎وي د ښار په مهمو ځایونو کې دا ډول حملې امکان نه‎لري، یوازې په فزیکي امنیت د داسې حملو مخنیوی نه‎شي کېدای هغه څه چې ډېر مهم دي هغه استخباراتي معلومات دي چې دښمن له پیله تر اخره تعقیب کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د کابل امنیه قوماندانۍ تل ویلي چې د وسله‎والو مخالفینو ډېر پلانونه له حملو وړاندې شنډېږي خو ځيني داسې یې بیا تر هدفه ورسېږي.

د ولسي جرګې غړی میرداد نجرابي بیا د داسې حملو د مخنیوي لپاره د ټولو بنسټونو په تېره بیا د کشفي او استخباراتي ادارو تر منځ همغږي او همکاري مهمه ګڼي وايي، له دې پرته ثبات ته رسېدل سخت دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG