د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

نیویارک ټایمز: د افغانستان ۱۶کلنه جګړه ان ژمي کې لا نه درېږي


په داسې حال کې چې کابل تېره ورځ د دوو ځانمرګو حملو شاهد وو، نيويارک ټایمز ورځپاڼې د سږکال په ژمي کې د طالبانو د حملو زياتېدو ته په اشاره تر دې عنوان لاندې مقاله خپره کړې ده. د طالبانو حملې دا واقعيت روښانه کوي چې ژمی پر افغانانو رحم نه‎لري.

د دغې ورځپاڼې په وينا، د افغانستان شپاړس کلنه جګړه ان په ژمي کې لا نه درېږي.

د يکشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې طالبانو ۱۱ پولیس ووژل خو دا پر افغان ځواکونو د حملو يوازې يوه بېلګه ده.

په تېرو څو اوونيو کې څو پېښې شوي چې په‎کې دوه يا درې سرتېري وژل شوي دي.

ورځپاڼه د بېلګې په توګه د څو ورځو په تفاوت سره په دوو جلا حملو کې د ۲۷ پوليسو د وژلو خبره کوي.

د سږکال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه هم طالبانو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې تر يوه پوسته لاندې تونل کيندلی وو او شل سرتيري يې ووژل.

د نيویارک ټايمز په وينا، پر افغان امنيتي ځواکونو دوامداره حملې دا حقيقت روښانه کوي چې په يوه جګړه ځپلي هېواد کې ژوند څه ډول دی.

نيويارک ټايمز لیکي چې پخوا د ژمي موسم کې د جګړې زور کمېده خو اوس داسې نه‎ده.

ډېری خلک په ژمي کې اغېزمن شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د روان کال په يوازې جنورۍ مياشت کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ۲۲ زرو کسانو د ناامنۍله لاسه خپل کورونه پرې ايښي او په ۲۰۱۶م کال کې دا شمېر شپږسوه زره کسان وو.

فوربس مجله:

د امريکا چاپ فوربس مجلې د افغانستان په اړه مقاله خپله کړې ده او عنوان يې دی: په افغانستان کې چې د ملت جوړونې تجربه ناکامه شوه، وخت رارسېدلی چې امريکا له افغانستانه ووځي.

د دغې خپرونې په وينا، د امریکا تر ټولو اوږده جګړه اوس هم دوام لري.

د امریکا اردو له پنځلسو کلونو راهيسې په منځنۍ اسيا کې جنګېدلې خو په کوم هدف؟ دا یقينې کول چې يو فاسد مرکزي حکومت بايد دوام وکړي، پرته له دې چې د امریکا امنيت ته يې ګټه رسولې وي.

د فوربس په وينا، په دې وروستيو کې چې کله د يوې استعمايه غونډې پر مهال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان نيکلسن څخه پوښتنه وشوه چې ايا امريکا په دې جګړه کې بريالی کيږي، ده هېڅ ونه ويل.

ډېويډ اډيسنيک د بهرنۍ پاليسۍ د ابتکار له ادارې شکايت کړی او د افغان امنيتي ځواکونو د مخ پر زياتېدونکو تلفاتو او د دوی له لاسه د وتونکو ځمکو ته په کتو د نيکلسن دا وړاندوینه خوشبينانه بولي.

نيکلسن وويل، په افغانستان کې په ټپه ولاړ حالت د تغیر لپاره په کار افغان ځواکونه کم دي.

ځکه د ډېويډ اډيسنيک په نظر، ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس باید پرېکړه وکړي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو يا پريښودلو په اړه د پخواني ولسمشر بارک اوباما کومې سټراټيژۍ ته مخ اړوي.

فوربس ليکي چې وخت رارسېدلی چې واشنګټن په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي.

د مقالې ليکونکی ليکي:

امریکا د داعش د جګړې په پرتله د افغانستان په جګړه کې ډېره قرباني ورکوي خو بیا هم په انتخاباتي کمپاين کې د افغانستان د جګړې نوم وانه خېستل شو.

د فوربس په ليکنه، د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر له حملو وروسته امريکايي سرتېري د القاعده او طالبانو د ماتولو په هدف افغانستان ته ولاړل.

پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش دغه ماموریت د ملت جوړونې په يوه تصادفي ماموریت بدل کړ خو هېڅ څوک يې له نتايجو نه‎دي خوشاله، په ځانګړي توګه افغانان.

XS
SM
MD
LG