د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

نورزی: د زابل ارغنداب کې د داعش ډلې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي


د زابل امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې ۱۷ بهرني وسله‌وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې دغه عملیات د شنبې په ورځ د افغان ځانګړو ځواکونو له‌خوا د دې ولایت په شمالي ولسوالۍ ارغنداب کې تر سره شول.

د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی وايي، افغان سرتېري د الوتکو پر مټ د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د مولای‌خېلو په سیمه کې پياده شوي او د داعش ډلې پر یوه مرکز يې بریدونه کړي دي.

د میروس نورزي په خبره په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې اولس بهرني جنګیالي وژل شوي چې په وژل شویو وسله‌والو کې د دې ډلې مشهور قوماندان ګل اغا هم شامل دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ د معلوماتو پر اساس د داعش ډلې ۱۷ جنګیالي وژل شوي چې یو په‌کې د ګل اغا په نوم یو قوماندان هم شامل دی چې د ننګرهار وو."

د زابل امنیه قوماندان زیاتوي چې افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې له چاودېدونکو توکو ډک سراچه موټر، پنځه عرادې موټرسایکلونه او او ځیني سپکې او درنې وسلې هم له‌منځه وړې دي.

نوموړی زیاتوي چې په عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان سرتېرو ته هېڅ زیان نه‌دی اوښتی.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د ارغنداب تر څنګ د زابل په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د داعش د فعال حضور راپورونه ورکول کېږي.

چارواکي وايي، د دې ولسوالیو په غرنیو سیمو کې داعش وسله‌والو روزنیز مرکزونه جوړ کړي او ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG