د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

چارواکي: داعش او نورو بهرنیو وسله‌والو زابل کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي


د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې داعش او نورو بهرنیو وسله‎والو ډلو د روزنې مرکزونه جوړ کړي.

د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی وايي چې د دغه ولایت لیرو پرتو غرنیو سیمو کې داعش او نورو وسله‎والو ډلو مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې نویو ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي څو راتلونکي کې د جګړې لپاره کار ځینې واخلي.

د میرویس نورزي په وینا مرکزي حکومت‌يې له دې خطرونو خبر کړی او ډېر ژر به د دغو وسله‎والو پر ضد په سیمه کي عملیات پیل شي.

نوموړی وايي:

"په دې کي قزاقستانیان، ازبکستانیان، پنجابیان او نور وسله‎وال شته دوی په هغو غرنیو سیمو کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي زموږ د ساحې څخه وتلي موږ دا موضوع د مرکز سره شریکه کړې حتماً د دوی پر ضد عملیات کوو."

میرویس نورزي که څه هم د دغو سیمو نومونه چې دغه وسله‎والې ډلې په‌کې فعالیت کوي نه‌دي یاد کړي خو د خاک افغان، ارغنداب، شملزي او دايچوپان له ولسوالیو څخه ۳۵ کورنۍ چې مرکز قلات ته راغلي وايي چې د داعش او نورو وسله‎والو ډلو له وېرې يې خپلې سیمې پرېښي.

دوی وايي:

"زموږ سره ډېر ظلمونه شوي، زموږ د ښځو تلاشي یې هم وکړه چې امریکایانو چاپې وهلې خو زموږ په ښځو کې یې تلاشي نه‎کوله خو دوی وکړه."

دا لومړی ځل دی چې چارواکي زابل کې د داعش او نورو وسله‎والو ډلو د روزنیزو مرکزونو د فعالیت خبر ورکوي.

تر دې مخکې چارواکو یوازې په دغه ولایت کې د داعش ډلې حضور تائید کړی وو.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG