د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

فراهي: د زابل ارغنداب کې خپل ماین چاودنې ۲۰ داعشیان وژلي


په زابل کې پر داعش وسله‌والو د ماینونو جوړولو پر مهال چاودنه شوې ده.

د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې پر داعش وسله‌والو د ماینونو جوړولو پر مهال چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا د دغې ډلې شااوخوا شل وسله‌وال په‌کې وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د زابل امنیه قوماندانۍ د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د «خوار زنګي» سيمه کې د يوې ديني مدرسې سره په څنګ کې په يوه خالي سرای کې چې د داعش وسله‌والو روزنیز مرکز وو د ماین چاودنه شوې ده.

د فراهي په وینا د چاودنې پر مهال شااوخوا شل بهرني وسله‌وال وژل شوي او لس نور ټپیان شوي چي د ماین جوړولو انجنیران هم په‌کې شامل دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د خوار زنګي سیمه چې د ارغنداب او خاک افغان تر منځ سیمه ده دوی هلته ټرېنېنګ ورکوي چې چاودنه شوې او اضافه تر شلو وسله‌وال وژل شوي او اضافه تر لسو نور ټپیان شوي."

د زابل د امنیت امر وايي، ممکن تلفات تر دې هم زیات شي.

داعش وسله‌والو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې مخکي د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزي ازادي راډیو ته ویلي و چې د دغه ولایت په لیرو پرتو غرنیو سیمو کې داعش او نورو وسله‌والو ډلو مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې نویو ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي تر څو په راتلونکي کې د جګړې لپاره کار ځني واخلي.

د زابل خاک افغان، ارغنداب، شملزي او دايچوپان هغه ولسوالۍ دي چې داعش وسله‌وال په‌کې پراخ حضور لري.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG