د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

زابل ولایتي شورا: شملزیو کې ۳۰ کیلومتره پوله مخالفینو ته پرانیستې


د افغانستان په ولسي جرګه او د زابل په ولایتي شورا کې د زابل د خلکو استازي انتقاد کوي چې له ۱۳ کلونو راهیسې په شملزیو ولسوالۍ کې ۳۰ کیلومتره پوله د مخالفینو په مخ خلاصه ده.

دوی د افغانستان او پاکستان تر منځ په نېږدې دوه نیم زره [۲۴۳۰] کیلومتره ګډه پوله باندې د مخالفینو د تګ-راتګ یوه عمده لار همدا سیمه یادوي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، له همدې دېرش کیلو متره ازادې پولې نیمايي افغانستان له امنیتي ګواښ سره مخ دي او د شملزیو ډېرې سرحدي سیمې پاکستاني ملېشو او پوځیانو نیولي دي.

عطاجان حق بیان زیاته کړه:

"شاوخوا ۲۱ [د پاکستان د ملېشه] پوستې له ډېره وخته شته خو دا پوستې کرار-کرار را مخکې کېږي. زموږ ډېر کلي هلته د دوی له پوستو شاته پاتې شوي دي. ۳۰ کیلو متره د دښمن په مخ خلاصه ده. له دې څخه ټول افغانستان، غزني، پکتیکا، پکتیا، شمال ولایتونه، جنوب او جنوب غرب حوزې ګواښل کېږي."

ښاغلي حق‎بیان دا هم وویل چې د نوبهار او فیض‎اباد په سیمه کې د پاکستاني ملیشه‎وو او مخالفینو روغتونونه شته او ټپیان د پاکستان تر روغتونونو انتقالېږي.

تر دې مخکې هم زابل د وسله‎والو مخالفینو په خاصه توګه داعش جنګیالیو له اصلي مراکزو بلل کېده او ان دغه ولایت ته د یادو جنګیالیو د کورنیو د انتقال راپورونه هم تائید شوي دي.

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال وايي چې په شملزیو کې د مخالفینو د تګ-راتګ په وړاندې د ده په خبره د افغان سرحدي پوځیانو د نه موجودیت په خاطر هېڅ ډول ممانعت نشته.

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال

ښاغلي قلاتوال زیاته کړه:

"دا حقیقت دی چې د شملزیو ولسوالۍ ډیورنډ کرښې ته څېرمه امنیتي پوستې نشته دي. سرحد د ټولو مخالفینو د تګ راتګ په مخ خلاص دی. په دې ارتباط موږ څو-څو ځله له امنیتي سکتور او لومړی درجه مقاماتو سره دا خبره یاده کړه. هغوی له موږ ډېر په دې اړه پوهېږي خو دا چې پاملرنه ورته نه‎ده شوې علتونه یې له هغوی [چارواکو] سره دي."

زابل د شملزیو په ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره شاوخوا ۶۵ کیلومتره ګډه پوله لري.

په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د زابل خلکو استازي په داسې حال کې د شملزیو له خلاصې پولې انتقاد کوي چې د رپوټونو له مخې وړمه ورځ د پاکستان ملېشه پوځیانو د شملزیو په یوه کلي حمله وکړه او یو افغان ماشوم یې وواژه.

د زابل امنیه قومندان پاسوال میرویس نورزی بیا که څه هم امنیتي ستونزې تائیدوي خو وايي چې په شملزیو کې پاکستاني ملېشه یا مخالفین مخکې نه دي راغلي او د ده په خبره کومه لویه ستونزه نه‎ده موجوده.

نورزی: په شملزیو کې پاکستاني ملېشه یا مخالفین مخکې نه دي راغلي.
نورزی: په شملزیو کې پاکستاني ملېشه یا مخالفین مخکې نه دي راغلي.

پاسوال میرویس نورزي زیاته کړه:

"مشکل به خامخا وي خو داسې معلومداره څه نشته چې د دوی پوستې وي یا د دوی روغتونونه وي. موږ خپله په شملزیو ولسوالیو کې دندې مخ ته وړو. هېڅ خبره نشته. واړه عملیاتونه هم ترسره کوو."

یوازې د شملزیو سرحد نه بلکې په ګاونډ پکتیکا کې د انګور اډه، په ختیځ ولایت ننګرهار کې په ګوشتې او ځینو نورو سیمو کې تل د پاکستاني پوځیانو د مخکې راتګ په خاطر نښتې شوي چې تر ډېره په کې افغان ملکیانو ته مرګ‎ژوبله اوښتې ده.

اخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کندهار په معروف او د کونړ په سرکاڼو سرحدي ولسوالیو کې یې د پاکستاني پوځیانو د راکټي حملو په غبرګون په کابل کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی دی.

په اعلامیه کې د شملزیو د وروستي برید او له دې لارې د مخالفینو د دوامداره تګ راتګ په اړه څه نه دي ویل شوي.

پاکستان په وار- وار د افغان او هندي چارواکو له‎خوا له پولو دباندې د ترورېزم په تقویې تورن شوی خو پاکستاني چارواکو کله هم نه‎ده منلې چې خپلو ګاونډيو په ځانګړي توګه افغانستان ته وسله‎وال ور اړوي څو برېدونه وکړي او بېلابېل اهداف په نښه کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG