د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د زابل والي: بهرنيو جنګياليو کې د لشکر جهنګوي غړي هم شامل دي


د زابل ولايت والي په دې ولايت کې د بهرنيو وسله‌والو جنګياليو پر موجوديت اندېښنه څرګنده کړه.

بسم‌الله افغانمل ازادي راډيو ته وويل چې د ترورېستي ډلو دغه اړوند غړي د خاک افغان، ارغنداب او دايچوپان ولسواليو په ځينو سيمو کې فعال دي.

افغانمل: دغه وسله وال د زابل په بېلابېلو ولسوالیو کې شتون لري.
افغانمل: دغه وسله وال د زابل په بېلابېلو ولسوالیو کې شتون لري.

ښاغلی افغانمل زیاتوي:

"لښکر جهنګوي او نورې ډلې چې له نړيوالو ترورېستانو په خاص ډول داعش سره ارتباط لري، په بېلابېلو سيمو کې حضور لري، خو ځاى يې ډېر مشخص نه‌دى."

ښاغلي افغانمل وويل، هغه اطلاعات چې ورسېدلي د منځنۍ اسيا جنګيالي هم چې په هغو کې تاجکستانيان او ازبکستانيان هم شامل دي، په زابل کې حضور لري.

د دغو جنګياليو د شمېر په اړه ضد و نقيض ارقام وړاندې شوي دي.

د زابل والي: داعش د زابل څو ولسوالیو کې مجهز مرکزونه جوړ کړي

د زابل امنیه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جېلاني فراهي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د کشفي او استخباراتي معلوماتو يا هم د خلکو د شفاهي معلوماتو پر اساس تر ٣٠٠ زياتې کورنۍ په خاک افغان، د ارغنداب په دوو ليرې پرتو سيمو يا هم د دايچوپان په ځينو سيمو کې موقعيت لري."

خو د زابل والي وايي په دې ولايت کې د فعالو بهرنيو جنګياليو دقيق شمېر معلوم نه‌دى.

افغانمل: دغه ولایت کې د داعش دقیق شمېر معلوم نه دی.
افغانمل: دغه ولایت کې د داعش دقیق شمېر معلوم نه دی.

تر دې مخکې هم په زابل کې د بهرنيو جنګياليو په ځانګړي ډول د لښکر جهنګوي‌العالمي د تحرکاتو راپور ورکړل شوى دى.

دا يوه سخت دريځه پاکستانۍ ډله ده.

دې ډلې چې ډېرى غړي يې سنيان دي، په پاکستان بيا په ځانګړي ډول بلوچستان ايالت کې پر شيعه اقليت حملې کړې دي.

اسوشیټېد پرېس اژانس په تېر ډسمبر کې د دې ډلې د يوه وياند علي بن سفيان په حواله راپور ورکړى و چې د دې ډلې مشر يوسف منصور خراساني، په زابل کې له يوې وسله‌والې حملې روغ وتلی.

سفیان: زابل کې د لشکر جنګوي ترورېستي ډلې مشر له بریده روغ وتلی

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازى عبدالقادر قلاتوال وايي، له سيمې د ورسېدلو اطلاعاتو له مخې هغه بهرني جنګيالي چې هويت‌يې مشخص نه‌دى، له فرضي کرښې زابل په خاص ډول ستراتيژيکې ولسوالۍ خاک افغان ته اوړي.

د پوځي چارو تحليل کوونکى عبدالحبيب انډيوال چې په اصل کې د زابل دى وايي، په وزيرستانونو کې د پاکستان د پوځ له پوځي عملياتو سره جوخت ګڼ بهرني وسله‌وال زابل ته ورغلل.

دی زیاتوي:

"دوه کاله مخکې چې کله پاکستان په سرحداتو کې پوځي عمليات پيل کړل، ځيني بهرنيان چې اکثريت‌ په‌کې ازبکستانيان، چيچنايان، عربان او پنجابيان شامل دي، له خپلو کورنيو سره ځانونه خاک افغان ولسوالۍ ته ورسول، اوس هلته ازادانه تګ راتګ کوي."

داؤد ګلزار
داؤد ګلزار

دوه کاله مخکې د زابل د سولې عالي شورا مشر داود ګلزار ازادي راډيو ته ويلي وو چې په لښکر طيبه او لښکر جهنګوي پورې مربوطو وسله‌والو په خاک افغان ولسوالۍ کې د ٢١١ هزاره مسافرو په تښتونه کې هم لاس درلود.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د زابل وکيل عبدالقادر قلاتوال وايي چې ځينې جنيګالي هلمند او په شمال کې فارياب ولايت ته انتقال شوي دي.

د پوځي چارو شنونکى انډيوال وايي، معلومه نه‌ده چې په زابل ولايت کې دېره بهرني جنګيالي څه پلان لري.

د فراه د امنيت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي ازادي راډيو ته ويلي، که څه هم د دغو بهرنيو جنګياليو حضور د اندېښنې وړ دى، خو د دوى په وړاندې ځيني اقدامات شوي دي.

ښاغلی فراهي وايي:

"په راتلونکي پسرلي کې ښايي ځينې ستونزې پېښې شي، دوى له هغه ځايه تنظيم او ګمارل کېږي ارزګان، غزني، پکتيا، پکتيکا ته لېږل کېږي، هڅه کوو چې په همدې ژمي کې هلته پراخ عمليات وکړو چې دغه ساحې د مخالفینو او بهرنيو اتباعو له حضوره تصفيه شي."

په همدې حال کې د دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، په تېرو وختونو کې په زابل کې د دولت ضد ډلو په وړاندې عمليات شوي او اوس هم روان دي.

رادمنش: زابل کې د دوی په وړاندې عملیات شوي او اوس هم روان دي.
رادمنش: زابل کې د دوی په وړاندې عملیات شوي او اوس هم روان دي.

ښاغلی رادمنش وايي:

"موږ پلان لرو او پروګرامونه مو دا دي چې په راتلونکي کې هېڅ ولسوالۍ ته هم د کومې ډلې له‌خوا امنيتي ګواښ متوجه نه‌وي، په زابل کې مو اوس هم عمليات روان دي او هغو سيمو ته چې تهديدات په‌کې شته، وار رسېږي، خپلو خلکو ته چې په هر ځاى کې وي، ځان رسوو."

تر دې مخکې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ويلي وو چې په نړۍ کې د ٩٨ ترورېستي ډلو له جملې، شا او خوا ٢٠ يې د افغانستان او پاکستان په سيمه کې فعاليت لري.

نېکلسن ويلي وو، هېڅکله نه‌پرېږدي چې افغانستان بيا د ترورېستانو په خوندي ځالې بدل شي.

XS
SM
MD
LG