د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د زابل والي: داعش د زابل څو ولسوالیو کې مجهز مرکزونه جوړ کړي


داعش ډلې په دې وروستيو کې په زابل ولايت کې خپل فعاليتونه زیات کړي دي.

په زابل کې چارواکي وايي، دغې ډلې په يو شمېر ولسوالیو کې مجهز مرکزونه جوړ کړي دي.

د زابل ولايت چارواکي په دغه ولايت کې د داعش ډلې د زیاتېدونکو فعاليتونو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دغې ډلې په دې وروستيو کې د زابل په يو شمېر ولسواليو کې مجهز مرکزونه جوړ کړي دي.

د زابل والي وايي، په دې ولايت کې د داعش فعاليتونه د پخوا په پرتله زيات شوي دي.

دی وايي، طالب جنګیاليو د زابل ولايت په يو شمېر سيمو کې ځانونه داعش ډلې ته سپارلي دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د داعش د زیات شوي فعاليت په اړه اندېښنه يې له مرکز سره شريکه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په ځينو سيمو کې سپين بيرغونه په تورو بيرغونو بدل شوي دي او په ځينو سیمو کې تور بيرغونه راکښته شوي او سپين يې پر ځای ځوړند شوي دي، دا يو جدي خطر دی او زيات شوی دی او په دې اړه مو له مرکز سره هم معلومات شريک کړي دی."

د زابل چارواکي وايي، په زابل کې له داعش سره اړوندې شااو خوا دوه سوه کورنۍ اوسي چې ډېری يې په خاک افغان، دای چوپان او نوبهار ولسوالیو کې اوسي.

د زابل د ولايتي شورا رئیس عطا جان حق بیان وايي، که د داعش پر ضد جدي اقدامات ونشي، ښايي داعشيان دغه ولايت له جدي خطر سره مخامخ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د داعش مرکزونه د زابل په څلورو ولسوالیو کې شته، موږ له لومړيو ويل چې داعش شته، خو چا مو خبرې ته غوږ نه نیوه، اوس هم وایم چې د داعش مرکزونه شته."

که څه هم د زابل چارواکي وايي چې له داعش سره اړوند کسان له نورو ولاياتو ورغلي دي، خو د افغانستان د دفاع وزارت د وياند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې له داعش سره د په اړوندو کسانو کې چې اوسمهال په زابل کې اوسي، بهرني اتباع هم شامل دي چې له پاکستانه راغلي دي.

رادمنش: له داعش سره د سیمې استخبارات مرسته کوي.
رادمنش: له داعش سره د سیمې استخبارات مرسته کوي.

​نوموړي زیاته کړه:

"دغه له داعش سره اړوند کسان له پاکستانه راغلي او ايغور، ترکان، د ازبکستان اسلامي تحریک کسان، د عراق، سوريې او يمن عربان دي او له بده مرغه د سيمې استخبارات له دوی سره مرسته کوي چې تر سرحدونو راتېر او افغانستان ته راننوځي."

ښاغلی رادمنش وايي، په زابل کې د دې ډلې د ځپلو لپاره جدي اقدامات شوي دي.

زابل ولايت تېر کال د طالبانو د دوو ډلو تر منځ د سختو جګړو شاهد وو، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې تر خبر وروسته د دې ډلې د مشرتابه پر سر د اختلافونو په نتيجه کې د طالبانو خپلمنځي جګړې پيل شوې.

د طالبانو د بېلې شوې ډلې مشري هغه وخت ملا منصور دادالله کوله، منصور دالله وروسته له هغه چې ملا منصور د طالبانو نوی مشر وټاکل شو، له ملا منصور سره مخالفت اعلان کړ او خپل جنګيالي يې زابل ته ولېږل.

د راپورونو له مخې، ازبک جنګياليو په زابل کې د منصور دادالله ملاتړ وکړ.

په زابل کې د طالبانو د دواړو ډلو تر منځ جګړو تر مياشتو دوام وکړ او وروسته د تېر کال په نومبر مياشت کې منصور دادالله د همدغو نښتو پر مهال ووژل شو.

تر دې مخکې، په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د پراخو فعاليتونو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو خو د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې افغان ځواکونه د پراخو عملیاتو پر مهال توانېدلي چې د دې ډلې مرکزونه له منځه يوسي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له خوا د تروريزم سره د مبارزې ادارې ازادي راډيو ته ويلي چې په افغانستان کې داعش ډله ضعيفه شوې او د پخوا غوندي فعاله نه ده.

XS
SM
MD
LG