د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

چارواکي: داعش زابل کې د سيمې په سطحه مجهز مرکزونه جوړ کړي


د زابل والي بسم‌الله افغان‎مل خبر ورکوي چې په دې ولايت کې د داعش ډلې فعاليتونه ډېر شوي دي او په ځينو سيمو کې طالبانو خپلې سيمې داعش ته پرېښې دي.

نوموړی وايي چې په دې اړه‌يې خپلې اندېښنې د مرکزي حکومت سره هم شريکې کړي دي.

نوموړی د مرکزي حکومت پر توجه ټينګار کوي او غوښتنه لري چې د داعش د رهبرۍ د مرکزونو د له‎منځه وړلو لپاره دې ولايتي اداره مجهزه کړي.

د زابل والي بسم‌الله افغان‎مل
د زابل والي بسم‌الله افغان‎مل

د زابل والي ښاغلی افغان‎مل وايي:

"په ځینو سیمو کې سپین بیرغونه ښکته شوي تور پورته شوي په ځنیو سیمو کې تور ښکته شوي سپین پورته شوي دا لوی ګواښ دی لوی خطر دی موږ په دې اړه مرکز په جریان کړی دی."

د زابل ولايتي شورا هم ورته اندېښنې لري او وايي، داعش په زابل کې د سيمې په سطحه مجهز مرکزونه جوړ کړي دي او ورځ تر بلې يې فعاليتونه پراخېږي.

د ولايتي شورا رئيس عطاجان حق‎بيان وايي، که پر وخت اقدام ونه‎شي نو بيا ارمان کول بې‌ګټې دی.

ښاغلی حق‎بيان زیاتوي:

"د داعش مرکزونه په څلورو ولسوالیو کې شته موږ اول هم ویل چې په زابل کې داعش شته خو چا نه‌منل اوس بیا وایو چې په زابل کې د داعش لوی مرکزونه شته."

د هېواد په سوېل کې د داعش پراخوالي د عامو خلکو اندېښنې هم ډېرې کړي او دوی وېره لري چې دلته به هم د ختيځو ولايتونو په ډول نارامۍ پيل شي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG