د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

نېکلسن: افغان ځواکونو پر ستونزو برى موندلى


په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ويلي، د افغانستان ملي امنيتي ځواکونو په ٢٠١٦ میلادي کال کې خپل ازمېښت ورکړ.

جنرال جان نېکلسن د سې شنبې په ورځ وويل چې افغان ځواکونو پر ستونزو برى موندلى دى.

نېکلسن ويلي، ٢٠١٦میلادي کال زموږ لپاره مهم و چې د سولې له پروسې سره مو پيل کړ.

د ده په وينا په دې کال کې ګڼ وسله‌وال طالبان او نورې ډلې د سولې له پروسې سره يوځاى شوې.

که څه هم افغان حکومت نه‌دى توانېدلى چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې وکړي، خو د پاکستان په کوربه‌توب د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د استازو تر منځ د سولې لومړنۍ مذاکرې په پاکستان کې پيل شوې وې چې وروسته له ناکامۍ سره مخامخې شوې.

په ٢٠١٦ میلادي کال کې د افغان حکومت او د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې له حزب اسلامي سره د سولې موافقه لاسليک شوه.

افغان حکومت تمه ښودلې چې دغه موافقه به نورې دولت ضد ډلې هم د سولې له پروسې سره يوځاى کېدو ته وهڅوي.

عزیز: له حزب اسلامي سره موافقې نورې ډلې هم سولې ته هڅولي

د امريکا متحده ايالاتو حکومت او نورو هېوادونو ټينګار کړى چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ويلي، د امريکا پوځيانو هڅه وکړه د ولسمشر بارک اوباما په دستور د وسله‌والو طالبانو مشر ملا منصور ووژني.

د طالبانو د ډلې مشر ملا اختر محمد منصور تېر ميلادي کال د بلوچستان ايالت په مربوطاتو کې ووژل شو.

ملا اختر محمد منصور تېر میلادي کال د بلوچستان په مربوطاتو کې ووژل شو.
ملا اختر محمد منصور تېر میلادي کال د بلوچستان په مربوطاتو کې ووژل شو.

جنرال جان نېکلسن دغه څرګندونې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې په يوه ځانګړي مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

د پژواک خبري اژانس په حواله، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ويلي، افغانستان، پاکستان او سيمه د نړۍ د ترورېستي ډلو د تمرکز ساحه وه چې دا مهال ٢٢ ترورېستي ډلې په‌کې فعاليت کوي.

د افغانستان دفاع وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې د «شفق٢» په نامه پوځي عمليات وکړل او په وروستيو کې يې په ١٨ ولايتونو کې د ٢٠ نورو پوځي عملياتو د پيل خبر هم ورکړ.

دفاع وزارت ١٨ ولايتونو کې ٢٠ پوځي عمليات پيل کړل

دغه وزارت ويلي، په دغو عملياتو کې ټولې سخت دريځې او دولت ضد ډلې په نښه کېږي.

که څه هم مخکې به د ژمي پر مهال د وسله‌والو طالبانو حملې کمېدلې، خو سږکال د ژمي په راتګ سره د دوى پراخې حملې کمې شوي، خو تېره اوونۍ په کابل، هلمند او کندهار کې په يوه ورځ د دوى حملو تر پنځوسو زيات کسان ووژل او لسګونه نور ټپيان کړل.

روغتیا وزارت: کابل کې وروستیو خونړیو حملو ۳۷ تنه وژلي

د يادولو وړ ده چې د کندهار ولايت په مېلمستون کې د چاودنې مسؤليت چا نه‌دى منلى.

XS
SM
MD
LG