د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

دفاع وزارت ١٨ ولايتونو کې ٢٠ پوځي عمليات پيل کړل


د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، د راتلونکي لمريز کال د ښه امن لپاره يې پرون جمعه، په ١٨ ولايتونو کې ٢٠ تهاجمي او تصفيوي عملياته پيل کړل.

د ژمي پر مهال د دغو عملياتو په مرسته د دولت-ضد وسله والو د تمويل د غېر قانوني منابعو مخه نيول کېږي او د دوى د وسلو زېرمتونونه هم په نښه کېږي.

دفاع وزارت وايي، دغه ٢٠ پوځي عملياته په اتلسو هغو ولايتونو کې پرون جمعه پيل شول چې امنيتي تهديدونه په کې موجود وو.

د دغه وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش تېره شپه د دغو تازه پيل شويو عملياتو د اهدافو په باب ازادي راډيو ته وويل:

رادمنش: غواړو خلکو ته د سوله ییز ژوند زمینه برابره کړو.
رادمنش: غواړو خلکو ته د سوله ییز ژوند زمینه برابره کړو.

"هدف دا دى چې خلکو ته په نوي کال کې د ښه او سوله ييز ژوند زمينه برابره کړو، څو وکړاى شو د دښمن پرسونل او ځالې چې د افغانستان د تهديد لپاره يې جوړې کړي په نښه کړو او د دوى د تبليغات او زېرمتونه له منځه يوسو چې د خلکو د تهديدولو لپاره يې ايجاد کړي دي، غواړو د دوى تجهيزات او وسلې له منځه يوسو او د دوى هغه تجارت بند کړو چې غواړي د افغانستان مخدره مواد او قيمتي کاڼي نورو هېوادونو ته ولېږدوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي اردو ځواکونه په بېلابېلو ولايتونو کې د «شفق٢» په نامه هم پوځي عمليات پرمخ بيايي.

دامهال د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د شفق ۲ پوځي عملیات هم روان دي.
دامهال د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د شفق ۲ پوځي عملیات هم روان دي.

د فاع وزارت وايي، د «شفق٢» په نامه پوځي عملياتو په مرسته توانېدلي په ننګرهار، دايکندي، بادغيس، فارياب، بدخشان، ارزګان، کندهار، زابل، غزني او لوګر کې ځينې سيمې له وسله والو تصفيه کړي او ګڼو دولت-ضد وسله والو ته مرګ ژوبله واړوي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند تېره شپه وويل چې د ٢۴ ساعتونو په موده کې ٧٠ دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روان لمريز کال په جريان کې تر دې مخکې هم په څو نومونو پوځي عملياته شوي دي.

په ناروې کې مېشت د افغانستان پخواني جنرال فقير محمد فقيري د دغو پوځي عملياتو پر مؤثريت شک څرګند کړ.
په ناروې کې مېشت د افغانستان پخواني جنرال فقير محمد فقيري د دغو پوځي عملياتو پر مؤثريت شک څرګند کړ.

په ناروې کې مېشت د افغانستان پخواني جنرال فقير محمد فقيري د دغو پوځي عملياتو پر مؤثريت شک څرګند کړ.

هغه د افغان امنيتي ځواکونو په مشرتابه کې پر اصلاحاتو ټينګار وکړ:

"داسې کسان بايد د اردو او امنيتي ځواکونو لپاره وګمارل شي چې د وطن په باب يوه انګېزه ولري چې په هېواد کې امن څنګه وساتو، مهمه دا نه ده چې دوستي له چا سره کوو، نن امريکا او ناټو له افغانستان سره مرستې کوي، د دوى ګټې هم په افغانستان کې نښتې دي، د افغانستان ګټې هم په دوى پورې نښتې دي."

تر دې مخکې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن د افغان قواوو د پوځي واحدونو په مشرتابه کې د کمزوريو خبره کړې وه.

جان نیکلسن
جان نیکلسن

ده ويلي وو، د افغان قواوو په رهبرۍ کې اداري فساد او ناکامي د دې سبب کېږي چې دغه ځواکونه د جنګ په جبهه کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان شي او زياته مرګ-ژوبله ور-واوړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان قواوو په رهبرۍ کې د موجوده ستونزو د حل لپاره يې هڅې کړې دي.

افغان امنيتي ځواکونه د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش د سخت دريځې ډلې د جنګياليو او نورو ياغيانو په وړاندې جنګېږي.

تازه راپورونه څرګندوي چې په وروستيو کلونو کې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات زيات شوي دي.

XS
SM
MD
LG