د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

ولسي جرګه: روانو ناامنیو د دفاع وزیر استیضاح ته اړ کړي یو


د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي
د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د هېواد په اکثرو ولایتونو کې روانو ناامنیو د خلکو حوصله وروستي حد ته رسولې او د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي باید د دې جرګې له‎خوا استیضاح او په دې اړه ځواب ووايي.

دوی وویل، په اکثرو ولایتونو کې ولسوالۍ یوه له بلې پسې د وسله‎والو مخالفینو لاسونو ته لوېږي او د دې پر ځای چې د ژمي په دغه موسم کې امینتي ځواکونه تهاجمي حرکت وکړي، طالبان د پرمختګ په حال کې دي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحمن رحمن خپله اندېښنه داسې بیان کړه:

"کندز ولایت د سقوط په حال کې دی، د بغلان طالبان د پسرلي جنګ ته ځانونه اماده کوي، سرپل ولایت کې څه حال دی؟ د المار ولسوالۍ له تېرې شپې راهیسې د طالبانو په محاصره کې ده، جنګ پرې روان دی او دوی نه‌دي توانېدلي چې بېرته‌یې ونیسي. همدارنګه په مارجه او ناوې کې څه خبره ده؟ هره ورځ زرګونه خلک له ولایته ولسوالیو او له ولسوالیو څخه ولایتونو ته کډه کېږي."

همدارنګه د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ولایتونو کې پر روانو ناامنیو اندېښنې وښودلې.

د ولسي جرګې دغه غړي د روانو ناامنیو پړه پر دفاع وزارت اچوي او وايي چې د دفاع وزیر ته‌یې د استیضاح فورمې ډکې او اداري پلاوي ته سپارلي دي.

د ولسي جرګې د کورنیو اصولو له مخې د جرګې ۲۰ فیصده غړي کولای شي چې د یو وزیر د استیضاح غوښتنه وکړي او د نورو اجرأتو لپاره‌یې د جرګې اداري پلاوي ته وسپاري.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري وویل، د دفاع وزیر د استیضاح په اړه د ۲۰ فیصده وکیلانو غوښتنې اداري پلاوي ته سپارل شوي خو د جرګي رئیس او مرستیالانو پرې تر اوسه پرېکړه نه‎ده کړې.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري

ښاغلي غفاري زیاته کړه:

"د استیضاح لپاره ځانګړې فورمه موږ ته رسېدلې، لازم لاسلیکونه پرې شوي. پروسه په دې توګه ده چې دا پاڼې د جرګې رئیس ته سپارل کېږي، رئیس به دغه لاسلیکونه چک او کنټرول کړي او بیا به تصمیم ونیول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د جرګې ځینو غړو د دفاع د وزیر لپاره د استیضاح پروسه د جرګې د کورنیو اصولو خلاف وګڼله.

د جرګې غړي ګل پاچا مجیدي وویل، دا فورمه باید د جرګې غړي ملاحظه کړي او استیضاح غوښتونکی باید مؤجه دلایل وړاندې کړي حال دا چې د ده په خبره دغه فورمه له اکثرو وکیلانو څخه پټه ترتیب شوې ده.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، دا چې ځینو وکیلانو د دفاع وزیر استیضاح کول غواړي دا د هغوی کار دی خو د دفاع وزارت همدا اوس د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې ۲۰ تهاجمي عملیات پیل کړي او ښې لاسته راوړنې لري.

رادمنش: نن موږ په ۱۶ ولایتونو کې ۲۰ عملیات پیل کړي او لا روان دي.
رادمنش: نن موږ په ۱۶ ولایتونو کې ۲۰ عملیات پیل کړي او لا روان دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"موږ همدا اوس هغه څلور لومړیتوبونه چې د اعاشې، اباطې، البسې، مهماتو او پیاده تخنیک دی اکمال کړي، همدا نن موږ په ۱۶ ولایتونو کې ۲۰ عملیات پیل کړي او لا روان دي، څه چې زموږ په امکاناتو او قدرت کې دي د ملي ګټو او استقلال د خوندیتوب په خاطر مو پیل کړي دي."

سره له دې چې د هېواد په ځینو سیمو کې د وسله‎والو مخالفینو او امینتي ځواکونو تر منځ جنګونه روان دي او راپورونه وايي، ځینې سیمې طالبانو ولکه کړي خو امنیتي ځواکونه وايي، په ټولو ناامنو سیمو کې د مخالفینو پر وړاندې عملیات روان دي او د ځینو سیمو سقوط د مخالفینو بری نه بلکې د امینتي ځواکونو تکتیکي حرکتونه دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG