د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

سرچینه: افغان حکومت او طالبان دا ځل په سعودي کې سري غونډه کوي


ټاکل شوې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو تر منځ د سولې سري خبرې راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې ترسره شي.

هغه معلومات چې د باوري سرچینو له‎خوا ازادي راډیو ته رسېدلي ښیي چې دغه مذاکرات به د افغانستان د لوړپوړو چارواکو او په قطر کې د طالبانو د غیر رسمي دفتر د غړو په ګډون په جده کې وشي.

تر دې وړاندې د سې شنبې په ورځ هم ځینو حکومتي او د طالبانو سرچینو د نوم د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته منلې وه چې د دواړو لورو تر منځ پټ مذاکرات د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سره پیل شول.

خو تر دې یوه ورځ وروسته ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د هبت‌الله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو ډلې ویاند معرفي کوي، د یوې اعلامیې په خپرولو دغه راپورونه رد کړل.

افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو تر منځ د سولې سري خبرې راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې ترسره شي.
افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو تر منځ د سولې سري خبرې راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې ترسره شي.

ګارډین ورځپاڼې هم په یوه راپور کې ویلي و، په هغو خبرو کې چې د سېپټمبر او اکټوبر په لومړیو کې په قطر کې وشوې، د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي او د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر اخند ورور عبدالمنان اخند مخامخ سره ولیدل.

د راپور له مخې دواړو لورو په دغو بحثونو کې د افغانستان د سولې د ټینګښت په برخه کې خپل شرطونه مطرح کړي دي چې ویل کېږي افغان حکومت له طالبانو غوښتي د اوربند په اعلانېدو سره وسله پر ځمکه کېږدي او دغه‌راز د طالبانو له لوري د سولې لپاره دا شرطونه وړاندې شوي چې دغه ډله باید په رسمیت وپېژندل شي، د دوی غړي له نړیوال ترورېستي لېسته واېستل شي او هم طالب بندیان خوشې شي.

سره له دې چې د ذبیح‌الله مجاهد اعلامیه له افغان حکومت سره د دوی هر ډول خبرې ردوي، خو په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د سولې خبرې کېدونکي دي او دا ځل به طالبان له افغان چارواکو سره پر مهمو مسائلو خبرې وکړي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په عربستان کې له طالبانو سره د سولې خبرو د نوي دور په اړه رسماً څه نه‌دي ویلي.

دا موضوع داسې مهال مطرح شوې چې د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس سعودي عربستان ته په خپل سفر کې له سعودي چارواکو غوښتي چې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو پاکستان یو داسې کلیدي هېواد بللی وو چې ګواکې کولای شي د طالبانو غړي د سولې خبرو ته وهڅوي، خو اوس ویل شوي په هغو خبرو کې چې دوه ځله په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وشوې، پاکستان برخه نه‌درلوده، اما د یوه امریکایي استازي د ګډون خبره شوې ده.

تر دې وړاندې له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیلېدو د یوې هڅې په توګه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو څلور ځلې خپل‎منځۍ غونډې وکړې.

په هغو ناستو کې پاکستان ژمنه کړې وه چې په پنځم دور غونډه کې به طالبان د خبرو مېز ته راولي خو دا ژمنه‌یې عملي نه‌کړه.

تر هغه وروسته په هغو خونړیو بریدونو کې چې په کابل کې وشوې افغان چارواکو اسلام‎اباد تورن کړ چې د وسله‎والو مخالفینو ملاتړ کوي او په هغه هېواد کې د ترورېستي ډلو په وړاندې اقدام نه‎کوي.

اسلام‎اباد په پرله‎پسې ډول دغه تورونه رد کړي دي او وایي، د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري کوي.

د افغان حکومت او طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵میلادي کال په جولای میاشت کې د پاکستان په مري ښار کې مخامخ خبرې وکړې.

دا لومړنۍ رسمي خبرې وې چې د دواړو لورو تر منځ وشوې، خو د هغو خبرو دوام د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینې د خبر له اعلانېدو سره سم وځنډول شو.

XS
SM
MD
LG