د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

فیصل: د سعودي پاچا ژمن دی چې افغان سوله کې مرسته وکړي


د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود د افغانستان له حکومت سره ژمنه کړې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به مرسته وکړي.

هغه پرون سې شنبه ریاض کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې پر امکان په خبرو کې ټینګار کړی چې د سولې لپاره د درېیم هېواد تر منځګړیتوب مخکې باید طالبان د جګړې بندولو ته اراده څرګنده کړي.

پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود همداراز ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره باید د کابل او اسلام‌اباد روابط ښه شي څو د روانې جګړې سیاسي حل پیدا شي.

د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، عبدالله عبدالله له سعودي چارواکو غوښتنه وکړه چې سیمه کې له خپله نفوذه کار واخلي او د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره همږغي رامنځته کړي.

د اجرائیه رئیس د ویندوې مرستیال جاوید فیصل
د اجرائیه رئیس د ویندوې مرستیال جاوید فیصل

جاوید فیصل زیاته کړه:

"د سعودي پاچا وویل که طالبان غواړي چې دې سولې خبرې ورسره وشي، د سولې لپاره صادق وي او د سولې نیت ولري نو هغوی باید د دې خبرو تر پيل وړاندې او د کوم هېواد تر منځګړیتوب وړاندې، له جګړې لاس واخلي او د افغانانو له وژلو لاس واخلي څو مشخصه شي چې هغوی د سولې خبرو نیت لري."

جاوید فیصل زیاته کړه چې عبدالله عبدالله د خلیج د همکاریو شورا له رئیس سره هم د سولې او له طالبانو سره د حکومت د روغې پر امکاناتو غږېدلی او په ځانګړي ډول‌یې له ترورېستي ډلو د پاکستان پر ملاتړ خبرې وسره کړې دي.

جاوید فیصل وویل:

"د خلیج د همکاریو ټولنې له سکرتر جنرال سره په خبرو کې دا بحث مطرح شو. د افغانستان اجرائیه رئیس یادونه وکړه چې د دې ټولنې له ادرسه کار وشي څو د وسله‎والو ترورېستانو مالي منابع وچې شي. د پاکستان دا یادونه وشوه چې لاهم ترورېستان له پاکستانه ملاتړ ترلاسه کوي او اړتیا ده چې دا ملاتړ له‎منځه ولاړ شي څو یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله سیمه کې د سمون او د ترورېزم د مخنیوي لپاره کار وشي."

سعودي عربستان د پاکستان له حکومت سره نېږدې اړیکې لري.

د افغانستان حکومت مخکې هم له سعودي غوښتنه کړې چې پر پاکستان له‎ خپله نفوذه کار واخلي او په اغېزمن ډول‌یې د وسله‎والو ډلو د فعالیت مخنیوي ته او په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرستې ته وهڅوي.

د پاکستان حکومت له وسله‎والو ډلو مالي او سیاسي ملاتړ ردوي.

XS
SM
MD
LG