د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

وزیري: د طالبانو جګړه له بهرني ملاتړ پرته یوه میاشت هم دوام نشي کولی


د افغانستان دفاع وزارت وایي، که له وسله والو مخالفینو نه د پولې اخوا ملاتړ بند شي په افغانستان کې به جګړه یوه میاشت هم دوام ونه کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وروستیو حملو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې دا حملې د ګاونډي هېواد د استخباراتو په ملاتړ شوي دي.

په دې وروستیو یوه اوونۍ کې جګړې په ټول افغانستان کې زیاتې شوي، وسله والو طالبانو نه یوازې دا چې د ښارونو او ولسوالیو د نیولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي بلکې په کابل کې چې له څو ورځو یې لږ د ارام ساه ایسته هم دوه انتحاري حملې وکړې.

د ملي دفاع وزارت ویاند ښاغلی وزیري وايي، که چېرته بهرني استخبارات له وسله والو طالبانو ملاتړ ونه کړي، د مخالفینو جګړه به یوه میاشت هم دوام ونه کړي.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

دولت وزیري زیاته کړه:

"دا د نن او پرون خبره نه ده، له څو کلونو راهیسې تروریستي ډلې له پولې هاخوا ملاتړ کېږي، ټولو ته معلومه ده، ملا عمر، اسامه بن لادن، ملا منصور چېرته و، نو ځکه هم ویلی شو چې وسله والې مخالفې ډلې د ډیورنډ کرښې له اخوا تمویل او تجهیزیږي، دا تجهیز او تمویل باید بند شي، دا چې په کابل او نورو سیمو کې حملې کېږي له هغو سره تړاو لري چې له تروریستي ډلو ملاتړ کوي."

افغان چارواکي په داسې حال کې پاکستان او په هغه هېواد کې د مخالفو وسله والو ډلو موجودیت په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو مسؤل بولي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې ډېرې سړې شوي دي.

د کابل او اسلام اباد تر منځ ترینګلتیا وروسته له هغه ډېره محسوس شوه چې پاکستان کې څو پرله پسې حملې وشوې او مسؤلیت یې پاکستاني چارواکو په هغو ډلو واچاوه چې وايي په افغانستان کې دي.

په سند ایالت کې تر حملې وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې دا حملې له افغانستانه طرح شوې وې او په غبرګون یې د تورخم او سپین بولدک لارې د خلکو په مخ وتړلې.

د افغان چارواکو له څو وار غوښتنو سره سره د سپین بولدک او تورخم سرحدي لارې له شااوخوا دوو اونیو راهیسې لا هم نه دي خلاصې شوي.

د سیاسي چارو شننونکی محمد اسحق اتمر وايي، پاکستان غواړي چې په سیمه کې د وضعیت په اړه د ذهنونو په تېر ایستلو سره ځان د ترورېزم قرباني وښيي.

محمد اسحاق اتمر.
محمد اسحاق اتمر.

محمد اسحق اتمر زیاته کړه:

"فکر کوم چې پاکستان غوښتي څو په افغان حکومت او پوځیانو یو ډول فشار وارد کړي، په دې وروستیو کې په کابل کې دوه غبرګې حملې وشوې یا هم په تاله او برفک یا په لغمان کې حملې وشوې چې ورسره د افغانستان او پاکستان سیاسي اړیکې ترینګلې شوې، اصلاً پاکستان د ذهنونونو په ګډوډولو سره غواړي ځان ته برائت ورکړي او نړیوالو ته وښيي چې د ترورېزم قرباني دی."

ښاغلی اتمر وايي، پاکستان د شویو حملو په غبرګون د افغانستان تر ګرم بللو ښه ده چې په خپله خاوره کې د تندلارو ډلو پر ضد جدي اقدام وکړي.

دغه افغان کارپوه همداراز د پاکستان له متحده قومي خوځښت «MQM» او جنګوي ډلې یادونه وکړه چې په سند ایالت کې حضور لري او د ده په خبره د پاکستان له حکومت سره مخالفت هم کوي.

خو په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مهمند د دې موضوع په ردولو سره وايي چې د کابل او اسلام اباد د اړیکو ترینګلتیا په افغانستان کې د حملو له زیاتئدو سره هېڅ اړیکه نه لري.

رستم شاه مهمند زیاته کړه:

رستم شاه مهمند.
رستم شاه مهمند.

"د حملو زیاتېدل د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو له ترینګلتیا سره هېڅ ارتباط نه لري، که څه هم د لارو د تړلو په خاطر د پاکستان وروستي اقدامات سم نه دي خو په دې معنی هم نه دي چې پاکستان په افغانستان کې د حملو د زیاتېدو په لټه کې دی، مخالفین په افغانستان کې موجود دي او حملې کوي."

ښاغلي مهمند همداراز هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د پاکستان استخبارات په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

هغه ادعا چې تل د افغان او امریکايي چارواکو له خوا رد شوې ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG