د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۸

چارلس: د کابل حملې د توجیه وړ ندي څېړنو ته یې په تمه یو

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، د کابل وروستي بریدونه د توجیه وړ نه‎دي او په تمه دي چې په دې اړه زیات جزئیات له دوی سره شریک شي.

د دغه ماموریت ویاند برید جنرال چارلس کلېفلېنډ له ځینو خبریالانو سره په ټیلیفوني کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د یادو بریدونو تر لا زیاتې روښانتیا وروسته به د نورو جزئیاتو په اړه ځواب ورکړي.

جنرال چارلس کلېفلېنډ
جنرال چارلس کلېفلېنډ

نوموړی وايي:

"موږ تر اوسه پورې ټول جزئیات نه‎لرو چې معلومات شریک کړو. په تمه یو چې هرومرو دا معلومات ترلاسه کوو. پوهېږو چې د پولیسو په یوې حوزې او د ملي امنیت په مرکز حملو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ‎ژوبله واوښته. د زیاتو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به په دې مورد کې نور هم خپل دریځ روښانوو او ځواب به وایو. "

کلېفلنډ دا خبرې کابل کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ویاند په توګه په خپله وروستۍ کاري ورځ له کابله څو ژونارلېستانو ته په بروکسل کې وکړې.

د چهارشنبې په ورځ کابل کې د پولیسو په یوې حوزې او د ملي امنیت په یوه مرکز بریدونو کې چې وروسته یې مسؤلیت طالبانو په غاړه واخېست ۲۲ تنه ووژل شول او ۱۰۷ تنه نور ټپيان شول.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح نن جمعه ازادي راډیو ته تائید کړه چې ټپيان تر درملنې وروسته رخصت شوي خو ځینې نور پوځي روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د کابل د بریدونو په اړه تُند غبرګون ښودلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون یوه بیان کې ویلي چې د یادې شورا د پنځلسو غړیو هېوادونو دا حمله په کلکه غندلې او ټینګار یې کړی چې د دغو بریدونو عاملین، طراحان، تمویلونکي او ملاتړي باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

په بیان کې همدا راز د سولې او ثبات په لور د افغانستان د تحرک په ملاتړ د ملګرو ملتونو په ټولو غړیو هېوادونو غږ شوی چې د یاد سازمان د اصولو او نړیوالو قوانینو په اساس د سولې او ثبات له ټولو خنډ جوړونکو سره باید په ګډه مبارزه وشي:

"هېڅ یو تروریستي عمل او تاوتریخوالی د افغانانو، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان کې د سولې، ډموکراسۍ او ثبات په لور وهلی مزل نه‎شي درولی."

اخوا افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ویلي چې کابل کې د خونړیو بریدونو وروسته دوی په هر اړخېزه توګه له افغان پوځیانو سره خپلې مرستې او همکارۍ دوه برابره کوي څو دا پوځیان د دفاع لا نور هم جوګه شي.

د دغه ماموریت ویاند د دندې په وروستۍ ورځ د خپل عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن په حواله ډاډ څرګند کړ چې له افغان پوځیانو به ملاتړ دوه برابره کړي.

نوموړی وايي:

"موږ افغان پوځیانو ته روزنه او مشوره ورکوو او همکاري ورسره کوو څو دوی وکولای شی خپل هېواد وساتي. دا [ برېدونه] څه کوي همدا چې له افغان پوځیانو زموږ ملاتړ ژمنتیا نوره هم زیاتوي او هڅې مو دوه برابره زیاتوي چې له هغوی سره مرسته وکړو چې له خپلې خاورې دفاع وکړي."

د کابل د وروستیو خونړیو بریدونو مسؤلیت که څه هم وسله‎والو طالبانو په غاړه اخیستی خو افغان حکومت ویلي د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي څو روښانه کړي چې دا بریدونه چا پلان کړي و او څوک یې تر شا و.

تردې مخکې په وار وار پاکستان تورن شوی چې په افغانستان باندې د بریدګرو لپاره په خپله خاوره کې ځای ورکوي.

پاکستان بیا له ترورېزم سره مبارزه کې په خپلو هڅو ټينګار کوي.

صفي الله ستانکزی

This item is part of
XS
SM
MD
LG