د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

پاکستاني پولیس وايي پنجاب ایالت کې۱۳۰۰ مشکوک سخت دریځي نیولي


د پاکستان پوليس وايي، په پنجاب ايالت کې يې د تازه اقداماتو په لړ کې شا او خوا يو زر او ٣٠٠ مشکوک سخت دريځي نيولي دي.

د پاکستان په ستر ايالت پنجاب کې۱۳۰۰ کسان چې شک کېږي سخت دريځي ياغيان به وي، په داسې حال کې نيول کېږي چې د دغه ايالت د قانون وزير رانا ثناء الله خان د ځينو افراطي ډلو او د هغوى د رهبرانو دفاع کړې ده.

ثناء الله خان د ځينو فرقوي ډلو د مشرانو دفاع هم کړې چې ډلې يې د مسلمان اقليتونو په وړاندې په بريدونو تورنې دي.

دې مسئلې د پنجاب د قانون د وزير د هغه تعهد په اړه شکونه ولاړ کړي چې ويلي يې وو پنجاب ايالت به له سخت دريځو وسله والو څخه تصفيه کوي.

دوو پوليسو د دغو عملياتو د حساسيت له کبله د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره په مرکو ويلي، له کله چې تېره ميلادي مياشت دغه عمليات پيل شوي، تر اوسه يې په نتيجه کې ٣٦ سخت دريځي وسله وال له پوليسو او ملېشه ځواک سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

د پنجاب د قانون وزير ثناء الله خان له اسوشېټډ پرېس اژانس سره په مرکه کې د لښکر طيبه په څېر افراطي ډلو ته چې د هند خلاف دي، د تروريستي ډلو له خطاب کولو ډډه وکړه.

پاکستان تېره مياشت حافظ سعيد د تروريست په توګه اعلان او په کور کې نظربند کړ.

امريکا د حافظ سعيد پر سر لس میليونه ډالره جايزه هم اعلان کړې ده.

حافظ سعید.
حافظ سعید.

خو د پنجاب د قانون وزير پر حافظ سعيد د لګېدلو تورونو په اړه شک څرګند کړ.

ويل کېږي حافظ سعيد له هغو افراطي حملو سره ارتباط لري چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې شوي دي.

رانا ثناء الله په خپلو څرګندونو کې حافظ سعيد او د هغه پلويانو ته په اشاره وويل:

رانا ثناء الله خان.
رانا ثناء الله خان.

"دوى په کشمير پورې تړاو لري، دوى فکر کوي چېپه کشمیر کې د هند وحشت د منلو وړ نه دى."

د ده په وينا د پاکستان محکمو دوه وارې سعيد خوشې کړ، ځکه په تروريستي فعاليتونو کې د ده د دخالت په اړه اسناد او شواهد ونه موندل شول.

حافظ سعيد چې هندوستان ته هم مطلوب کس دى، په هند کې دننه او د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د بريدونو په تنظيم تورن دى.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، د پنجاب ايالتي حکومت فرقوي او سخت دريځو ډلو ته پناه ورکړې، خو په خپلو ځپونکو اقداماتو سره هغه پښتانه چې د قبايلي سيمو دي، په نښه کوي.

ثناء الله وويل، پوليس په پنجاب کې هغه سيمې تالاشي کوي چې په خټه پښتانه يا هم غېر راجستي شوي افغانان په کې ژوند کوي، ځکه د ده په وينا په لاهور کې په ځينو خونړيو حملو کې د قبايلي سيمو اوسېدونکو لاس درلود.

XS
SM
MD
LG