د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

زاخېلوال: نواز شریف دې د بندو لارو د سمدستي پرانیستلو امر وکړي


په پاکستان کې د افغانستان سفیر نن په اسلام‎اباد کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تړلو سرحدي دروازو ستونزې مستقیماً د پاکستان له صدراعظم سره مطرح کړې.

حضرت عمر زاخېلوال اسلام‎اباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان یا ایکو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه کې د پاکستان له صدراعظمه وغوښتل چې د دغو دروازو د ژر تر ژره خلاصېدو امر وکړي.

ښاغلي زاخېلوال په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړه او متن‌یې پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه خپور کړ.

په دغه متن کې د ښاغلي زاخېلوال له قوله راغلي چې وایي، له نېږدې دوو اوونیو راهیسې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لاره بنده ده، هم عادي خلک چې د پولو دواړو غاړو ته ایسار دي له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او هم دواړو هېوادونو سوداګرو ته ډېر زیانونه رسېدلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي د سې شنبه په ورځ په کابل کې وویل چې پاکستان له افغانستان سره ټول سیمه‌ییز سوداګریز تړونونه تر پښو لاندې کړي دي او د خپلو زیانونو په اړه‌یې وویل:

"موږ ته لویه ستونزه د ټرانزیټ ده. درې میاشتې مخکې له مالیزیا، سنګاپور، چین امریکا او داسې نورو هېوادونو څخه یو کانټینر لوډ کېږي. دا درې میاشتې وخت نیسي، خو اوس زموږ دوه- درې سوه کانټینرونه چې کراچۍ کې تخلیه کېږي، هغه هم کراچۍ کې ولاړ دي. له پاکستانه مو جدي غوښتنه دا ده چې زموږ د ترانزیت مسئله حل کړي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

پاکستان کې د افغانستان سفیر د ایکو سازمان په غونډه کې د پاکستان صدراعظم ته په خطاب کې وویل:

"دا پیغام به ښه وي چې تاسو د افغانستان او پاکستان تر منځ د تراتزیټ او سوداګرۍ لارو د سمدستي خلاصېدو امر ورکړئ."

دغه افغان ډیپلومات د سې شنبې په ورځ په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي وو چې که د پاکستان حکومت د چهارشنبه په ورځ د تورخم، سپین‎بولدک او غلام خان بندر پرانه‌نیزي، دا موضوع به د اقتصادي همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې مطرح کړي.

ښاغلي زاخېلوال لیکلي په دې اړه‌یې د دوشنبې او سې شنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز سره هم په جدیت سره بحث کړی دی.

د ده په وینا سره له‎ دې چې د پاکستان لوري د دغو لارو د نسبي پرانېستلو په اړه ژمنې کړې وې، خو لا هم ډېری خلک د پولو دواړو غاړو ته ایسار دي.

د پاکستان په سند او لاهور کې د وروستیو خونړیو چاودنو وروسته د پاکستان چارواکو له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.

په دغو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول.

پاکستان ادعا کوي چې په هغه هېواد کې په ترورېستي فعالیتونو کې ښکېل کسان له افغانستانه وراوړي، خو افغان حکومت د پاکستان دغه ادعا په کلکه ردوي او وایي، د افغانستان له خاورې څخه د هېڅ هېواد په وړاندې ګټه نه‎ده اخیستل شوې.

د ایران او ترکیې د ولسمشرانو په ګډون د څو هېوادونو مشرانو اسلام‎اباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان یا ایکو په غونډه کې برخه واخیسته.

په دې غونډه کې چې نن د پاکستان صدراعظم نواز شریف له‎خوا پرانیستل شوه، د افغانستان له لوري د احتجاج په توګه د ولسمشر اشرف غني پر ځای په هغه هېواد کې د کابل سفیر حضرت عمر زاخېلوال برخه واخیسته.

په غونډه کې د سیمې په سطح د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او د سوداګرۍ او پانګونې په وړاندې د خنډونو پر لیرې کېدو بحث وشو.

XS
SM
MD
LG