د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

لېوال: د قبایلو په اړه د پاکستان پریکړه د خلکو سیاسي ارادو پورې تړلې


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، افغان حکومت د ډیورنډ پر کرښې د پرتو قبایلي سیمو د خلکو هر هغه پریکړې ته درناوی کوي چې د هغوی په ګټه وي.

د دغه وزارت سرپرست وزیر د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې د قبایلي سیمو په اړه د پاکستان د حکومت د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې وویل، دغه پریکړه د قبایلي سیمو د خلکو سیاسي ارادې پورې تړلې او د افغان حکومت لپاره د هغوی پریکړه مهمه ده.

ښاغلی لیوال وايي، د پاکستان د دغې پریکړه په اړه قبایلي سیمو کې د خلکو او یو شمېر سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلاف شته او د دغو اختلافاتو په شتون کې د پاکستان دا پریکړه د قبایلي سیمو په ګته نه‎ده.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال

ښاغلي لېوال زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت او خلک دغه قضیه له نېږدې څاري، د افغانستان حکومت دغه خلک خپل خلک بولي، که د دغو خلکو اراده له روان وضعیته د ژغورنې برخه کې وي زه فکر کوم د افغانستان حکومت به د دغو سیمو د خلکو د سیاسي ارادې احترام وکړي."

غفورلېوال دا څرګندونې داسې مهال مطرح کوي چې د پاکستان کابینې د ډیورنډ کرښې هاخوا د پرتو قبایلي سیمو په اړه د اصلاحاتو پلانونه تصویب کړي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار او د حکومت د اصلاحاتو د کمېټې مشر سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ د کابینې تر پریکړې وروسته اسلام‎اباد کې خبریالانو ته ویلي، دغه اصلاحات به د پنځو کلونو په ترڅ کې عملي او قبایلي سیمې به په ګاونډي خېبر پښتونخوا ایالت کې مدغم شي.

په‎ دې اقدام سره به د دغې سیمې فدرال واکمني ختمه او د پاکستان د ملي محاکمو صلاحیت به ور وغځول شي.

په دې اصلاحاتو کې ۲۴ عمده ټکي دي چې هغو کې دغو سیمو ته د پاکستان د ملي محاکمو د صلاحیتونو غځول، د قبایلي سیمو لپاره د پارلماني نمایندګۍجوړول او د هغو ډله ییزو مجازاتو د قوانینو ختمول شامل دي چې د بریتانیا د استعمار دورې راهیسې هلته نافذ دي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي‎ خان د قبایلو د اصلاحاتو په اړه د پاکستان د کابینې دغه پریکړه مبهمه بللې او ویلي یې دي چې په‎ دې اړه به تر سلا مشورو وروسته غبرګون وښیي، خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي سناتور عثمان کاکړ د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د قبایلو د اصلاحاتو په اړه د کابینې پریکړه له پښتنو سره دښمني ده.

کاکړ: د قبایلو د اصلاحاتو په اړه د کابینې پریکړه له پښتنو سره دښمني ده.
کاکړ: د قبایلو د اصلاحاتو په اړه د کابینې پریکړه له پښتنو سره دښمني ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کوچیانو، قبایلو او کډوالو چارو د کمېسیون غړی نذیر احمدزی وايي چې د پاکستان دا ډول پریکړې به د خلکو حساسیتونه راوپاروي.

" تر هغه چې د ډیورنډ کرښې په اړه پریکړه نه‎وي شوې دا ډول اقدامات نور هم د خلکوم حساسیت راپاوري، زموږ یوه مهمه موضوع پاتې، ترهغه چې دا موضوع نه‎وي حل شوې دا پریکړه ردوم او دا د دوی په ګټه هم نه‎ده او پاکستان ته به هم زیان ورسوي."

د افغانستان د ولسي جرګې د کوچیانو، قبایلو او کډوالو چارو د کمېسیون غړی نذیر احمدزی
د افغانستان د ولسي جرګې د کوچیانو، قبایلو او کډوالو چارو د کمېسیون غړی نذیر احمدزی

د ښاغلي احمدزي په خبره، په قبایلي سیمو کې د پاکستان د دې پریکړې په وړاندې اعتراضیه غونډې روانې دي او د پاکستان د حکومت له‎خوا دا ډول پریکړې هغوې ته د منلو نه‎دي.

یو شمېرافغان کارپوهان بیا په دې باور دي چې د ډیورنډ کرښې د سیاسي برخلیک په اړه د افغان حکومت چوپتیا پاکستان ته د دا ډول پریکړو زمینه برابر کړې.

د نړیوالو اړیکو کارپو جمال الدین بصیر وايي، افغان حکومت باید د ډیورنډ کرښې برخلیک معلوم او د پاکستان د دا ډول پریکړو په وړاندې رسمي دریځ غوره کړي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG