د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

ته ینج: دوستم به ډېر ژر خپل کاري دفتر ته ورشي


په پام کې ده چې د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال له شااوخوا څلورو میاشتو غیابت وروسته، نن یا سبا خپل د فتر ته ورشي.

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل، ښاغلی دوستم، د جمهور رئیس په غیاب کې، د جمهوري ریاست سرپرست دی.

ښاغلي ته ینج وویل، د جمهور رئيس د لومړي مرستیال په توګه د دوستم د کار د دوام په لاره کې، هېڅ ستونزه نه شته.

بشیر احمد ته ینج.
بشیر احمد ته ینج.

نوموړي زیاته کړه:

"د فترته یې د نه تګ، د دندې د دوام او خلکو ته یې د خدمت په لاره هېڅ ستونزه نه وینو، ښاغلی لومړی مرستیال څه نن او څه سبا خپل دفتر ته ځي او په ورته وخت کې د جمهور رئیس په غیاب کې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال د سرپرستۍ موضوع د هېواد په اساسي قانون کې صراحت لري او هغه دا چې د جمهور رئیس په غیاب کې لومړی مرستیال سرپرست دی او د لومړي مرستیال په غیابت کې دوهم مرستیال."

د ملي جنبش ګوند ویاند، د کار په دفتر کې د جنرال دوستم غیابت، د ځینو شمالي ولایتونو په جنګي جبهو کې د ده بوختیا بولي.

ښاغلی ته ینج وايي، جنرال دوستم به دا ځل د یو لړ پروګرامونو او پلانونو لپاره په کابل کې پاتې شي او که ضرورت پېښ شي، جنګي جبهو ته به هم ورشي.

جنرال عبدالرشید دوستم.
جنرال عبدالرشید دوستم.

د جمهور رئیس لومړی مرستیال د روان لمریزکال د میزان په میاشت کې فاریاب ولایت ته د جنګ رهبري کولو لپاره تللی و.

ښاغلی دوستم له فاریاب ولایت څخه له راستنېدو وروسته، په جوزجان ولایت کې پر جمهور رئیس سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل چې ارګ د ده په برخه، ولکه کړې ده.

په جوزجان ولایت کې د دوستم د پاتې کېدو پرمهال، د دغه ولایت پخواني والي احمد ایشچي ادعا وکړه چې رشید دوستم څو ورځې په خپل کور کې بندي کړی او وهلی ټکولی یې دی.

د افغانستان لوېې څارنوالۍ د موضوع په تړاو څو ځلې دوستم جلب کړی او په وروستیو ورځو کې یې، د ده د ۹ ساتونکو د نیولو حکم هم صادر کړ.

​په دې اړه مو له لوېې څارنوالۍ سره څوځلې اړیکې ونیولې خو د دغې ادارې ویاند د موضوع په هکله له خبرو کولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه په دې باور ده چې دفتر ته د دوستم ورتګ قانوني ستونزه نه لري ځکه چې تراوسه پورې یوې صلاحیت لرونکي سرچینې هم، د دوستم دنده نه ده ځنډولې.

د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مدد زي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"جنايي مسؤلیت چې د جمهور رئيس د لومړي مرستال پر وړاندې په ګوته شوی، تر اوسه د یوې ادعا په سطحه دی چې په هکله یې څېړنې لا بشپړې شوې نه دي او کومې صلاحیت لرونکې مرجع هم د لومړي مرستیال دنده نه ده ځنډولې او دا تصمیم له اساسي قانون سره سم، لویه جرګه نیولی شي، په دې اساس د کار دفتر ته د هغه ورتګ، د پوښتنې وړ نه دی."

پخوا تردې یوې بهرنۍ خپرونې وال ستریټ ژورنال لیکلي و چې جنرال دوستم د خپلو نهو ساتونکو د نیولو مخه نیولې ده.

خو حقوق پوهان ټینګار کوي چې هېڅ څوک له قانون څخه پورته نه دی او که جنرال دوستم د خپلو ساتونکو د نیولو مخه ونیسي، نو پخپله دوستم دې له قانون سره سم، وپوښتل شي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG