د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

مجتمع صلح: پر عدلي ارګانونو بې باوریو بې عدالتیو ته لار هواره کړې


د «مجتمع صلح» په نامه یو بنسټ وايي، د افغانستان پرعدلي او قضايي بنسټونو د خلکو بې باورۍ ګڼو بې عدالتیو ته لار هواره کړې ده.

یاد بنسټ چې عدالت ته دلاس رسي په برخه کې کار کوي پر عدلي او قضايي بنسټونو د خلکو بې باوري د اندېښنې وړ بولي.

د دغه بنسټ مسؤلینو د شنبې په ورځ کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې ستونزې شته، خو دومره جدي نه دي چې په اړه یې ویل کېږي.

دوی وايي چې په دې برخه کې لکه څنګه چې لازمه ده خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

د حکیم سنايي د بنسټ مشر راز محمد دلیلي چې دغه بنسټ هم د مجتمع صلح تر چتر لاندې فعالیت کوي، په دې اړه په جوړې شوې ناسته کې ازادي راډیو ته وویل، د عدالت د پلي کېدو لپاره پر عدلي او قضايي بنسټونو د خلکو باور مهم او ډېر ضرووري دی:

"ستونزې ډېرې زیاتې دي په ځانګړې توګه په ولایتو کې خلک خپل حق ته نه رسېږي، هغه کسان چې زور لري، پیسې لري او یاهم شناخت کېدا شي پرېکړې یې په ګټه وشي."

دلیلي: پر عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو باور ډېر مهم دی.
دلیلي: پر عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو باور ډېر مهم دی.

ښاغلی دلیلي وايي، دوی، پرعدلي او قضايي بنسټونو د خلکو د باور د پیاوړي کېدولو په هدف له څلورو نورو بنسټونو سره یوځای چې ټول د مجتمع صلح تر چتر لاندې فعالیت کوي یو هر اړخیز پروګرام په پام کې لري.

د نوموړي په خبره دغه پروګرام به لومړی د افغانستان په پنځو ولایتونو کې عملي شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د شفافیت بنسټ د یوه نظر سنجۍ له مخې ویلي وو افغانان د دولتي کارونو د اجرا پر مهال په کلنۍ کچه درې میلیارده ډالره رشوت ورکوي.

په دې نظر سنجۍ کې دا هم راغلي وو چې اویا فیصده خلکو محکمې او څارنوالۍ د فسادو بنسټونو په توګه یاد کړي وو.

له دې وړاندې ولسمشر غني په عدلي او قضایي بسټونو کې د فساد خبره تائید کړې وه خو پر وړاندې یې د جدي مبارزې ژمنه هم کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې عام خلک بیا په عدلي او قضايي بنسټونو کې شته فساد د دوی او د یادو بنسټونو ترمنځ د واټن اخېستو اصلي لامل ګڼي.

ډېر ځله داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې خلکو په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد د شتون او پر دوی د نه باور له امله غېرې رسمي محکمو ته مراجعه کړې ده.

له دې ټولو سره ـ سره د حقوقي چارو کارپوه اجمل هوډمن بیا وايي، که په لېرې پرتو سیمو کې خلک عامه پوهای هم ولري، خو چې عدلي او قضايي بنسټونه موجود نه وي عدالت ته لاس رسی امکان نه لري.

اجمل هوډمن
اجمل هوډمن

نوموړي زیاته کړه:

"څومره چې د عامه پوهاوي کچه لوړېږي دا پخپله د قانون په حاکمت کې مرسته کوي، خو دا په هغه صورت کې چې د خلکو د پوهاوي کچه او د دولتي ادارو ظرفیت موازي پرمختګ وکړي، هغه په دې معنی چې په لېرې پرتو سیمو کې چې خلک د قانون او یاهم د خپلو حقونو په اړه زیات پوهاوی نه لري هلته دولتي ادارو ته خلک لاس رسی هم نه لري."

د ښاغلي هوډمن په خبره، عدالت ته د لاس رسي په برخه کې د ګټور عامه پوهاوي ترڅنګ لازمه ده چې حکومت هم په متوازنه توګه په لېرې پرتو سیمو کې د عدلي او قضايي بنسټونه رامنځته کولو ته ته زمینه برابره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG