د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ولایتي شورا: د کندز ګڼ اوسېدونکي خپلې ستونزې په طالبانو حلوي


د کندز د ولایتي شورا وکیلان وايي چې د دې ولایت د کلیوالو سیمو ډېری خلک د خپلو حقوقي او د نورو دعوو د حل لپاره د وسله‌والو مخالفینو قضايي او عدلي کمېسیونونو ته مراجعه کوي.

دوی وايي، ډېری خلک شکایت کوي چې په دولتي ادارو کې د دوی حقوقي او ځینې نورې ستوزې پر وخت سره نه حل او فصل کېږي، نو ځکه خلک دې ته اړ کېږي چې طالبانو ته مراجعه وکړي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي په دې اړه ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنه سرګنده کړه.

امرالدین ولي
امرالدین ولي

نوموړي زیاته کړه:

"یوه اندازه ټولنیزې ستونزې چې د خلکو ترمنځ دي، نو خلک د خپلو د عو د حل او فصل په هدف وسله‌والو طالبانو ته ورځي، په دې دلیل چې د کندز په ډېرو سیمو کې وسله‌وال طالبان فعاله حضور لري."

ښاغلی ولي خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت په دې اړه ډېر ژر لاس په کار نشي، نو ښايي سحرايي محکومو ته نور هم لاره هواره شي.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا یو بل غړی غلام رباني رباني هم وايي چې د دې ولایت د کلیو او بانډو ډېر خلک د خپلو ستونزو د حل لپاره د طالبانو کمېسیونونو ته ورځي او ډېر کم خلک دولتي ادارو ته مراجعه کوي.

رباني: ګڼ خلک د خپلو ستونزو هواري لپاره طالبانو ته مراجعه کوي.
رباني: ګڼ خلک د خپلو ستونزو هواري لپاره طالبانو ته مراجعه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ډېری خلک د طالبانو محاکمو ته مراجعه کوي، ځکه هغه خلک د طالبانو د سېورې لاندې ژوند کوي نو مجبوره دي د خپلو ستونزو د حل لپاره د طالبانو کمېسیونونو ته ورشي او د کلیوالو سیمو ډېر کم خلک دولتي ادارو ته مراجعه کوي."

په همدې حال کې د کندز د مدني ټولنې یو تن فعال بشیر احمد هم د ولایتي شورا د غړیو د خبرو په تائید سره وايي:

"د هغو خلکو حقوقي موضوعات او دعوې چې په دولتي ادارو کې ډېر ژر نه حل کېږي او په وخت سره ورته توجه نه کېږي، نو په همدې خاطر خلک د طالبانو ته مراجعه کوي، ځکه طالبان په وخت سره د خلکو ستونزې حل او فصل کوي."

د کندز د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د خبرو پر بنسټ چې اوس مهال د دې ولایت ډېرې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي، نو دوی د خپلو ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د طالبانو عدلي او قضايي کمېسیونونو ته ورځي، ځکه په دولتي ارګانونو کې د خلکو ستونزو ته په وخت سره پاملرنه نه کېږي.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي چې د نوم له اخېستو څخه یې ډډه وکړه، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما د خپل تره زامنو سره د ځمکې پر سره دعوه وه، خو په دولتي ادارو کې ډېر وګرځېدم او سرګردان شوم، خو زما غږ چا وانه ورېده، نو بالاخره د طالبانو کمېسیون ته مې مراجعه وکړه او طالبانو زما د تره زامن یې راوغوښتل او زموږ دعوه یې ډېر ژر حل کړه، ځکه موږ د طالبانو د سېورې لاندې ژوند کاوه."

بل خوا د کندز والي اسدالله عمرخېل د دغو ادعاو په ردولو سره زیاتوي چې د دې ولایت سیمه ییزه اداره همدارنګه عدلي او قضايي ارګانونه هڅې کوي، څو ډېر ژره او په وخت سره په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې هوارې کړي.

ښاغلی عمرخېل وايي چې تراوسه پورې دوی داسې راپور نه دی ترلاسه کړی چې ګواکې خلک د خپلو د ستونزو د حل لپار د طالبانو کمېسیونونو ته مراجعه وکړي:

عمرخېل: دا موضوع حقیقت نه لري.
عمرخېل: دا موضوع حقیقت نه لري.

"داچې خلک وايي، ګواکې ډېر خلک د خپلو ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د طالبانو ته ورځي، موږ تر اوسه پورې له داسې موضوع سره نه یو مخامخ شوي او نه مو اورېدلي دي، په یوه ملک کې دوه موازې حکومتونه ځای نه لري او تر اوسه پورې موږ دغه شان معاملو سره نه یو مخامخ شوي."

د کندز د مدني ټولنو د فعالانو د خبرو پر بنسټ، لاهم د دې ولایت ډېرې سیمې د طالبانو تر حاکمیت لاندې دي او د دې ولایت په ډېرو سیمو کې د طالبانو فعاله حضور د دې لامل شوی چې طالبان د خلکو په منځ کې نفوذ پیدا کړي او خلک تر خپل تاثیر لاندې راولي، نو که حکومت دې ستونزې ته په وخت سره توجه ونه کړي، نو ښايي د دې موضوع لمن نوره هم پراخه شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG