د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

ارګ: پر مخابراتو وزیر د لګېدلو تورونو څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی


د افغانستان جمهوری ریاست وایي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي دنده ځنډول شوې ده.

جمهوري ریاست وايي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر بې‌واکه شوي وزیر عبدالرزاق وحیدي د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره یو پلاوی ګمارل شوی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پر ښاغلي وحیدي د مالي فساد تورونه و، نو ځکه ولسمشر د هر اړخیزې پلټنې تر بشپړېدو پورې د هغه دنده ځڼدولې ده.

مینه پال: په دې اړه څېړنه کېږي.
مینه پال: په دې اړه څېړنه کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د فساد د هغه مالي تورونو له امله چې د مخابراتو پر وزیر باندې لګېدلي، د مخابراتو د وزیر دنده ځنډول شوې ده، ولسمشر امر کړی چې پر نوموړي د مالي فساد د تورونو په برخه کې باید پلټنه وشي."

دا لومړی ځل دی چې د مالي او اداري فساد له امله د ملي وحدت حکومت د کابینې د یوه وزیر دنده ځنډول کېږي.

عبدالرزاق وحیدي تر دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې له‌خوا د پراختیايي بودجې د نه‌لګولو له امله سلب صلاحیت شوی دی.

د راپورونو له مخې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ تخنیکي او مسلکي مرستیال انجنیر سید احمد شاه سادات د دغه وزارت د سرپرست وزير په توګه ټاکل شوی دی.

سید احمدشاه سادات د یاد وزارت سرپرست ټاکل شوی.
سید احمدشاه سادات د یاد وزارت سرپرست ټاکل شوی.

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون ځیني غړي وايي، د شویو پلټنو له مخې په مخابراتو وزارت کې په مالي او اداري برخه کې فساد موجود و.

د دغه کمېسیون غړې نسیمه نیازۍ د ولسمشر له دې اقدام نه د هرکلي ترڅنګ وايي چې په فساد تورن ټول کسان که هغه په هر موقف کې وي، باید د څېړنو او په اړه‌یې د قانوني چلند لپاره، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

نوموړې زیاته کړه:

"که چېرې په هغوی باندې لګېدلي تورنه ثابت شي، باید تورن کسان عدلي او قضايی ارګانونو ته واستول شي، څو اړوند ارګانونه له هغوی سره قانوني چلند وکړي."

اغلې نیازۍ زیاتوي د مخابراتي خدمتونو څخه د عوایدو د شفافو راټولولو په برخه کې شفافیت نه‌و موجود.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یې د مخابراتي خدمتونو له درکه څه باندې څلور میلیارده افغانۍ محصول راټول کړی دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG